د آزادۍ راډيو د خپرونو ادامه له پاره د اروپايي اتحادیې بودجه
۱۴۰۴ اردیبهشت ۳۱, چهارشنبهاروپايي اتحادیې د آزادې اروپا راډیو یا آزادي راډیو د نشراتو د ادامې له پاره ۵نیم میلیونه یورو چمتو کوي. اروپايي اتحادیه دغه اقدام وروسته له هغې کوي چې دغې رسنۍ د امریکا متحده ایالتونو له لوري خپل مالي ملاتړ له لاسه ورکړ.
د ولسمشر دونالد ترمپ ادارې په مارچ میاشت کې د دغې ۷۵ کلنې رسنۍ مالي ملاتړ په دې تور وځنډاوه چې ګواکې خپرونې ېې د لیبرال تعصب پر اجندا دي.
خو د سه شنبې په ورځ (۲۰۲۵م کال د می ۲۰) د اروپايي اتحاديې د بهرنۍ پالیسۍ مشرې، کایا کالاس، وویل چې دغه اتحادیه د «خپلواک ژورنالیزم د خوندیتوب د ملاتړ» په توګه له آزادۍ راډیو بیړنی مالي ملاتړ کوي.
اروپايي اتحادیې په دې هکله څه ويلي؟
مېرمن کالاس د زورواکو رژیمونو پر وړاندې مقاومت کې د آزادۍ راډيو اهمیت ته اشاره ورکړه. د سړې جګړې پر مهال له دغې رسنۍ څخه د ملاتړ موخه هغو خلکو ته د معلوماتو رسول دی چې د کمونیزم تر حاکمیت لاندې دي. کالاس د آزادې راډيو د هغه وخت خپرونو یادونه وکړه چې هغه په استونیا کې د ښوونځي زده کونکې وه او دغه هېواد د پخواني شوروي اتحاد برخه وه.
اړوند نور ولولئ: «چین او روسیه به د امریکايي رسینو د تشې د ډکولو په هڅه کې وي»
هغې وویل: «موږ د اوسپنیزي پردې له هغې خوا زښته ډېر معلومات ترلاسه کول، چې هغه په واقعیت کې راډیو وه.» هغې زیاته کړه چې «په همدې دلیل دا په دې برخه کې د دیموکراسۍ یو ډېر معتبر څراغ و.»
د اروپايي اتحادي د مالي ملاتړ اهميت څه دی؟
خو د اروپايي اتحاديې د بهرنۍ پالیسۍ مشرې وویل چې چمتو شوې بودجه به د آزادۍ راډیو له ټولو خپرونو ملاتړ ونکړي کوم چې د شرقي اروپا، مرکزي آسیا او منځني ختيځ د ۲۳ هېوادونو له پاره پر ۲۷ ژبو دي.
اړوند نور ولولئ: په امریکا ږغ راډیو کې د ډله ییزو ګوښه کولو لړۍ پیل شوه
هغې وویل چې پر ځای به ېې تمرکز د مرکزي آسیا او قفقاز په څېر د سیمو پر هېوادونو وي.
مېرمن کالاس زیاته کړه: «په داسې یو عصر کې چې نافلترشوې محتواوې د ودې په حال کې دي، خپلواکه ژورنالیزم د بل هر وخت په پرتله ډېر اهمیت لري.»
هغې وویل دغه بودجه به «زموږ د ګاونډیو هېوادونو له نشراتي کار او فعالیت سره مرسته وکړي کوم چې تر ډېره حده د خبرونو د ترلاسه کولو له پاره له هېواده بهر منابعو پورې تړلي دي.»
د ازادې اروپا یا ازادي راډیو وکیلانو د بودجې د قطع کولو تصمیم موضوع محکمې ته راکاږلې ده.
د امریکا متحده ایالاتو یوې محکمې د ترمپ د حکم مطابق، د آزادي راډيو په ګډون پر ګڼو رسنیو بودیجې په موقتي توګه وځنډولې، خو د استیناف یوې فدرالي محکمې روانه میاشت دغه حکم بند کړ.