د ټرمپ د تعرفو لوړولو ګواښ ته د اروپایې اتحادیې غبرګون
۱۴۰۴ خرداد ۳, شنبهد اروپايي اتحادیې د سوداګریزو چارو کمیسار ماروش شفچوویچ، د جمعې (د می میاشتې ۲۳ نیټه) په ورځ د ټرمپ له خوا د تعرفو لوړولو د ګواښونو په غبرګون کې د «متقابل احترام پر بنسټ د سوداګریزو اړیکو» غوښتنه وکړه.
نوموړي د امریکا د سوداګریزو چارو له استازي جیمسن ګریر او د دغه هیواد د سوداګرۍ له وزیر هاوارد لوتنیک، سره تر لیدنې کتنې وروسته په ایکس ټولنیزه شبکه کې ولیکل؛ اروپا ژمنه ده چې داسې یوې موافقې ته ورسیږي چې د دواړو خواو په ګټه وي.
نوموړي وویل چې د اروپا او امریکا ترمنځ تجارتي اړیکې ساری نه لري او باید د متقابل درناوي په مسیر مخته لاړې شي، نه د ګواښونو. د اروپایي اتحادیې د سوداګریزو چارو کمیسار ټینګار وکړ: «تیار یو چې له خپلو ګټو څخه دفاع وکړو.»
نوموړي زیاته کړه اروپا د امریکایي تعرفو پر سر موافقې ته ژمنه ده، خو که مذاکرات نتیجې ته ونه رسیږي، نو دغه اتحادیه به د امریکایي توکو پر وړاندې د ۱۰۰ میلیارده یورو په ارزښت متقابلې ګمرکي تعرفې وضع کړي.
د ټرمپ د ۵۰ سلنه تعرفو وضع کولو ګواښ
د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جمعې په ورځ اروپا ته ګواښ وکړ چې د جون له لومړۍ نیټې څخه به له اروپا څخه پر واردیدونکو توکو ۵۰ سلنه مالیه وضع کړي.
نوموړي د ګیلې په شکل وویل چې له اروپایې اتحادیې سره مذاکرات نتیجې ته نه دي رسیدلي، خو که دغه توکي په امریکا کې تولید شي، په تعرفو کې به نه شاملیږي.
تر اوسه پورې روښانه نه ده چې ایا دغه تعرفې به واقعاً هم عملي شي که څنګه؟ ټرمپ مخکې تر دې هم دا ډول ګواښونه مطرح کړي، خو وروسته بیا په شا شوی دی.
د کارپوهانو په اند دغه ګواښونه ممکن له اروپایي اتحادیې سره د تعرفو په هکله د امریکا په مذاکراتو کې د چنې وهلو له پاره تکتیک وي.