«په اوکراين کې د عسکرو د ګمارولو پر «دقيق» پلان کار روان دی»
۱۴۰۴ شهریور ۱۰, دوشنبهد اروپايي اتحادیې کمېسيون مشرې اورزولا فون ډېر لاین، فاېننشل ټايمز بريتانوۍ ورځپاڼې ته ويلي دي چې په اوکراين کې د څو مليتي ځواک د استقرارولو په موخه «دقيق پلانونه» د جوړېدو په حال کې دي.
نوموړې وويل چې دا ځواک به د اوکراين له پاره له روسيې سره د جګړې تر ختمیدو وروسته د امنيتي تضمينونو چې امريکا متحده ایالات به یې ترشا ولاړ وي، برخه وي.
اړونده موضوع: اوکراين ته د سوله ساتي ځواک استول؛ کومو اروپايي هېوادونو د ځواکونو ليږد ته چمتووالی ښوولی؟
د رپوټ په حواله به دا بالقوه په لسونو زره عسکر له واشنګټن څخه مرستې ترلاسه کوي چې استخباراتي او د څار د وسايلو مرسته به هم پکې شامله وي.
فون ډېر لاین فاېننشل ټايمز ته وويل: «ولسمشر موږ ته ډاډ راکړی دی چې د پشتيبانۍ يا ملاتړ د برخې په توګه به امريکايي حضور موجود وي.» هغې زياته کړې چې د امريکا د ملاتړ ډاډ «ډېر روښانه وو او په څو ځلي تائید شوی دی.»
اړونده موضوع: روسيې فرانسې ته اوکراین ته د عسکرو لېږلو په اړه خبرداری ورکړ
نوموړې وويل چې په دې اړه په اګست میاشت کې ولسمشر دونالد ترمپ، د اوکراين د ولسمشر ولوديمیر زيلنسکي، او مخکښو اروپايي مشرانو سره د يوه ملاقات پر وخت توافق شوی وو.
پوتين يو ځل بيا اوکراين او لویديځ د جګړې په پيلولو تورن کړل
د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين، چې دمګړۍ د شنګهای همکارۍ سازمان (اس سي او) په سرمشریزه کې ګډون کړی، پر اوکراين باندې یې له خپل يرغل څخه دفاع وکړه.
که څه هم چې د ۲۰۲۲م کال په فیبرورۍ میاشت کې پر اوکراين باندې د بشپړ يرغل راهېسې لوېدیځ تر ډېره له روسیې څخه واټن نیولی، روسیه اوس له آسيا څخه د خپلو متحدينو پر ملاتړ حساب کوي، چې دغه ډیری متحدين یې په تيانجن کې د اس سي او په غونډه کې ګډون کوي.
دې سرمشریزې ته د وينا پر مهال د روسیې ولسمشر خپله هغه بې بنسټه ادعا تکرار کړه چې په اوکراين کې جګړه په کيف کې د هغې «کودتا» په پایله کې راپارېدلې چې «د لویديځ په ملاتړ او لمسون شوې وه.»
اړونده موضوع: ترمپ زیلنسکي ته: له کریمیا او په ناټو کې له غړیتوب تیر شئ
په دې سره پوتين، په ۲۰۱۳م کال په اوکراين کې هغو مسکو ضد او د اروپا په پلوۍ ترسره شويو احتجاجونه ته اشاره وکړه چې د روسي پلوه مشر ويکتور يانوکوويچ له واکه د ګوښه کيدو باعث شوې.
له واکه د نوموړي تر ګوښه کيدو لږ وروسته روسیې په غیر قانوني توګه د کريميا نیمه ټاپو الحاق کړ او د اوکراين ځينې برخې یې ونيولې.
پوتين، زياته کړې: «د دې بحران دويم علت په ناټو کې د اوکراين د شاملولو د لویديځ دوامدارې هڅې دي.»
دا په داسې حال کې ده چې د اوکراين ولسمشر ولودیمير زيلنسکي، غواړي د لوېديځ په دې اتحاد کې شامل شي څو ځان د روسیې د تیري په مقابل کې خوندي کړای شي.