د کال په لومړۍ نیمایي کې د ۴۲ زره افغان پناه غوښتونکو ثبتیدل
۱۴۰۴ شهریور ۱۷, دوشنبهپه اروپایي اتحادیې، ناروی او سویس هیوادونو کې د روان میلادي کال په لومړۍ نیمایي کې د پناهندګۍ د نوو غوښتنلیکونو په شمیر کې د پام وړ کموالی لیدل کیږي.
د اروپايي اتحادیې آژانس د روان کال له پیل څخه د جون میاشتې تر پایه پورې ۴۰۰ زره د پناه نوي غوښتنلیکونه ثبت کړی دي. دغه شمیر د ۲۰۲۴م کال د لومړۍ نیمايي په پرتله ۱۱۴ زره کم دی او ۲۳ سلنه کمښت ښيې.
دا په وروستیو څو کلونو کې لومړی ځل دی چې المان د تازه راتلونکو پناه غوښتونکو له پاره یو لومړنی هدف هیواد نه و.
په دغو شمیرو کې د ناروی او سویس په ګډون چې د اروپايي تولنې غړي نه دي، د اروپایي اتحادیې ټول ۲۷ غړي هیوادونه شامل دي. په مجموع کې په دغو ۲۹ هیوادونو کې ۳۹۹ زره د پناهندګۍ غوښتنلیکونه ثبت شوي دي.
فرانسه له ۷۸ زره، هسپانیا له ۷۷ زره، المان له ۷۰ زره او ایټالیا له ۶۴ زره غوښتنلیکونو سره په ترتیب د پناه غوښتنې تر ټولو لوړ شمیرې لري.
تر ټولو ډیر پناه غوښتونکي له ونزیویلا څخه دي
د اروپايي اتحادیې د پناه غوښتنې آژانس چې مقر یې په مالتا کې دی دغه کمښت ته د تیر کال په دسمبر کې د سوریې د پخواني ولسمشر بشارالاسد حکومت له نسکوریدو سره ارتباط ورکوي.
په تیره یوه لسیزه کې د پناه غوښتونکو تر ټولو ډیر شمیر د سوریې هیواد اتباع ول، خو سږ کال ۲۵ زره سوریایي او ۴۹زره ونزیویلایې پناه غوښتونکي ثبت شوي دي.
۴۲ زره افغانانو د پناه غوښتنلیکونه وړاندې کړي دي او په دې ترتیب سره د پناه غوښتنې د ټولو غوښتنلیکونو ۱۰ سلنه یې د افغانانو له خوا وړاندې شوي دي.
دغه شمیرې ښیې چې بې له فرانسې څخه په نورو ټولو هیوادونو کې د پناه غوښتنلیکونه کم شوي دي. په المان کې د پناه نوي غوښتنلیکونه ۴۳ سلنه، په ایټالیا کې ۲۵ سلنه او په هسپانیې کې ۱۳ سلنه کم شوي دي.
نږدې ټولو ونزیویلایي پناه غوښتونکو په هسپانیې کې چې ژبه یې سره یوه ده، د پناه غوښتنلیکونه وړاندې کړي دي. بریتانیا له اروپایي اتحادیې څخه تر وتلو وروسته نور په دغو شمیرو کې په پام کې نه نیول کیږي.
یوازې یو پر څلورم غوښتنلیک منل شوی
د اروپايي اتحادیې د پناه غوښتنې آژانس په حواله د پناه غوښتونکو د منل کیدو کچه تر ټولو تیټې سطحې ته رسیدلې ده، یعنې له هرو څلورو ابتدایي غوښتنلیکونو څخه یو یې منل شوی دی.
په همدې منځ کې په دغو ۲۹ هیوادونو کې ډیر شمیر د پناه غوښتنې غوښتنلیکونه تر ارزونې لاندې دي. د جون میاشتې په پای کې تر ۹۰۰ زرو ډیرو غوښتنلیکونو ته لا رسیدګي نه وه شوې، یا په بل عبارت د ارزونې بهیر یې نه و بشپړ شوی.
د لسیزو راهیسې له پناه غوښتونکو سره چلند د اروپا په سیاست کې یو تر ټولو زیات د بحث وړ موضوع پاتې شوې ده. اروپايي اتحادیه اوسمهال د افریقا له شمال هیوادنو سره همکاري کوي، څو اروپا ته د پناه غوښتونکو د هجوم مخه ونیسي.
د مدیترانې سمندر له لارې د پناه غوښتونکو د تیریدو هڅې چې ډیری وختونه له کوچنیو کښتیو په واسطه وي، د خونړیو پيښو رامنځته کیدو سبب کیږي.