له افغان کډوالو سره د اروپايي ټولنې د ۴۷ ميليونو يورو مرسته
۱۴۰۴ خرداد ۳۰, جمعهپه افغانستان کې د اروپايي اتحادیې نمايندګۍ نن، د جون میاشتې ۲۰ د «پناه غوښتونکو د نړيوالې ورځې» په مناسبت په ايکس شبکه کې د پيغام په نشرولو سره وويل چې د ایران، پاکستان او مرکزي آسيا د هېوادونو په ګډون په سيمه کې د افغان مهاجرو او همدا راز د بيرته راستنو شويو او په افغانستان کې د داخلي بې ځايه شويو ملاتړ کوي.
په افغانستان کې د اروپايي اتحادیې نمايندګۍ ويلي دي چې په ټول افغانستان او سيمه کې به د پناه غوښتونکو، بیرته راستنو شويو او بې ځايه شويو د زده کړو، روغتيا او کار په برخه کې مرسته وکړي او په دې موخه یې د مهاجرت نړيوال سازمان «آی او ام» ته ۴۷ میليون يورو ورکړي دي.
اړونده موضوع: اروپايي ټولنه له افغانستان سره د ميليونو يورو مرسته کوي
د اروپايي اتحادیې نمايندګۍ زياته کړې ده چې له دې پېسو سره د ښځو او نورو زيان منونکو ډلو په ځواکمنتيا او په عين حال کې د کوربه ټولنو په پياوړي کولو کې مرسته کوي.
اروپايي اتحادیې همدا راز ويلي دي چې د ملګرو ملتونو د مهاجرو له عالي کمیسارۍ «يو ان اچ سي آر» سره په ګډه د افغانستان په ولايتونو او د سيمې په کوربه هېوادونو کې د افغان پناه غوښتنونکو او کډوالو له پاره پر پايداره حللارو تمرکز کوي.
تېر کال هم اروپایي اتحادیې له ایران او پاکستان څخه د ستنو شويو افغانانو او د هغوی د کوربه ټولني د ملاتړ په موخه د مهاجرت له نړيوال سازمان سره د ۱۷ میليونه يورو مرسته کړې وه.
اړونده موضوع: افغانستان ته د مهاجرو د اخراج د حل لاري غوښتنه
په دې وروستيو کې د ایران او پاکستان په ګډون د افغانستان ګاونډي هېوادونو چې د په میليونو افغان مهاجرو کوربه دي، د دې مهاجرو د اخراج بهير چټک کړی دی.
د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان دمګړۍ د بې کارۍ، بې وزلۍ او لوږې سره لاس او ګريوان دی او د مهاجرو بیرته راستنېدل کولی شي دا ستونزې نورې هم شديدې کړي.