آلمان: څلور افغان پناه غوښتونکي له پولې بیرته لیږل شوي
۱۴۰۴ اردیبهشت ۲۰, شنبهد آلمان د فدرالي پولیسو ویاند، ستیفان دوهن، ویلي چې د آلمان له پولو بیرته لوکزامبورګ هیواد ته لیږل شوي دغه دوه نارینه او دوه ښځې له لوکزامبورګ څخه آلمان ته راتلل او تر دې مخکې یې په یونان کې د پناه غوښتنه کړې وه.
د پولیسو په وینا یاد څلور کسان د آلمان د تريیر ښار د اورګاډي تمځای کې، د یوه مسافر وړونکي بس د پلټنې پر مهال وموندل شول او وروسته د آلمان او لوکزامبورګ د پولیسو په همغږۍ بیرته یاد هیواد ته واستول شول.
آلماني چارواکو ویلي، دوی له هغو زیان منونکو کسانو څخه نه وو چې د آلمان له پولو د بېرته ستنولو څخه مستثنا ګرځول شوي دي. په دغو کسانو کې حامله یا امیدواره ښځې او کوچنیان شامل دي، چې باید له پولو بیرته ونه لیږل شي.
د سرحدونو سخت کنترول د آلمان د نوې فدرالي حکومت له خوا د مهاجرت د محدودولوله پاره پیل شوی اقدام دی. د آلمان د کورنیو چارو نوي وزیر، الکساندر دوبریندت، چې د مسیحي دموکرات ګوند غړی دی،د سرحدي کنترول د زیاتولو امر کړی دی.
د آلمان د پولیسو ویاند زیاته کړه چې د لوکزامبورګ او بلجیم له لوري د آلمان سرحدونه اوس د پخوا پرتله سخت کنترولېږي، او تمه ده چې راتلونکې اوونۍ نور پولیس ځواکونه هم د مرستې له پاره یادو پولو ته واستول شي.
په اوس وخت کې په دې سیمه کې د آلمان د فدرالي پولیسو دوې دایمي کنترولي سیمې څارل کیږي چې له دې ډلې یوه د A64 لویې لارې پر سر، چې له لوکزامبورګ آلمان ته داخلېدونکي وسایط او موټر کنترولوي، او بله د آلمان-بلجیم پر سرحد آلمان ته د داخلیدو سیمه یاده شوې ده. زیاته شوې چې پر دې سربېره، د المان د سرحدونو په اوږدو کې د ۳۰ کیلومترو په ساحه کې هم د پولیسو له لورې منظمې پلټنې او ګزمې ترسره کېږي.
په مجموعي ډول، د آلمان د راینلند-فالتس ایالت له لارې له لوکزامبورګ او بلجیم سره ۳۶ سرحدي لارې شته، چې اوس ټولې د آلماني فدرالي پولیسو تر سخت نظارت او کنترول لاندې لاندې دي.