د آلمان ټاکنې؛ د صدراعظمۍ له پاره څلور نوماندان څوک دي؟
۱۴۰۳ بهمن ۳۰, سهشنبهد آلمان په راروانو عمومي ټاکنو کې چې یکشنبه د فبروري ۲۳مه ترسره کېږي، څلور نوماندان دا دي: له سوسیال دموکرات ګوند څخه نوماند اوسنی صدراعظم اولاف شولڅ، د اپوزیسون یا مسیحي دموکرات اتحاد رهبر فریدريش میرڅ، له زرغون ګوند څخه رابرت هابیک او آلمان له پاره بدیل ګوند (اې اف دې) څخه مېرمن الیس وایدل. په دغه رپوټ کې د نوماندانو لنډه پېژندنه کوو.
اولاف شولڅ
۶۶ کلن اولاف شولڅد ۲۰۲۱م کال له دسمبر راهيسې د آلمان صدراعظم دی. دغه سوسيال ديموکرات د حکومتولۍ پخه تجربه لري. دی تر صدراعظمۍ مخکې د هامبورګ ښاروال او د آلمان د کار او ماليې د وزیر په توګه هم کار کړی دی. د هغه حکومت له درو ګوندونو جوړ یو ائتلافي حکومت و چې د امپل پر ائتلاف هم یادېده.
شولڅ د صدراعظمۍ پر مهال ډېر ژر له ناڅاپي بحرانونو سره مخ شو چې دی ېې اړ کړ پر وړاندې ېې د مبارزې له پاره لستوڼي رابډوهي. له دغو بحرانونو یو هم د ۲۰۲۲م کال په فبروري کې پر اوکراین د روسيې پوځي یرغل و. شولڅ د مسکو تر دغه اقدام وروسته د آلمان پوځ د عصري کیدو هڅې پیل کړې او آلمان ېې اوکراین ته د وسلو دوهم تر ټولو ستر اکمالونکی هېواد وګرځاوه. د هغه حکومت په آلمان کې د انرژۍ له بحرانه مخنیوی وکړ او د لوړ انفلاسیون یا د پیسو لوړ پاړسوب د مخنیوي له پاره ېې مبارزه وکړه.
اړوند نور ولولئ: المان: د نوماندانو په مناظره کې افغانستان ته د اخراج بحث
خو د شولڅ ائتلافي حکومت د داخلي اختلافاتو له کبله بدنام سو، چې بلاخره د تيرکال (۲۰۲۴) په نومبر مياشت کې ړنګ شو او خبره له وخت څخه مخکې انتخاباتو ته ورسېده. دغه تحول په داسې یو وخت کې رامنځ ته شو چې حکومت ېې غوښتل د آلمان د اروپايي اتحاديې په سطحه تر ټولو ځواکمن اقتصاد چې په تېرو دوو کلونو کې زیانمن شوی، څنګه بېرته احیا کړي.
فريدريښ مېرڅ
د اپوزیسیون مشر، ۶۹ کلن فریدریش مېرڅ، له خپل میانه ښي اړخي بلاک سره د ټاکنیزو کمپایونو په نظرسنجیو کې تر ټولو مخکښ دی.
مېرڅ په ۲۰۲۱م کال کې د پخوانۍ صدراعظمې انګلا مرکل تر استعفا وروسته، د مسیحي دموکرات اتحادي ګوند رهبر شو. مرکل تر اوږدې مودې رهبرۍ وروسته د دغه ګوند له مشرۍ ووته.
مېرڅ خپل ګوند د لا محافظه پالنۍ پر لور سوق کړ. هغه د ټاکنیزو کمپایونو پر مهال د مهاجرت موضوع په تړاو یو غیرمعمول دريځ غوره کړ، چې په سیاسي بحثونو کې یوه مرکزي موضوع وګرځېده. نوموړی د حکومتولۍ تجربه نه لري.
اړوند نور ولولئ: د آلمان انتخابات؛ سوسیال دموکراټانو شولڅ د خپل رسمي نوماند په توګه اعلان کړ
فریدریش مېرڅ پنځه کاله مخکې د آلمان پارلمان ته لار پېدا کړه. تر هغه مخکې په ۱۹۸۹م کال کې د اروپايي پارلمان غړی شو. مېرڅ تر ۲۰۰۹ کال وروسته اوږده موده له سیاسته فاصله ونيوله. په دغه موده کې هغه د یو وکیل په توګه او همدارنګه د بلک راک څو مليتي مالي شرکت کې کار کاوه. هغه د دغه شرکت د آلمان څانګې د پانګونې په برخه کې د نظارت پلاوي د بورډ مشر و.
روبرت هابیک
۵۵ کلن هابیک د آلمان د زرغون ګوند نوماند دی، هغه ګوند چې د آلمان د پاشل شوي ائتلافی حکومت یوه برخه ده. نوموړی هم د آلمان د اوسني حکومت مرستیال صدراعظم او د اقتصاد او چاپېریال ساتنې وزیر دی چې د انرژۍ اړوند چارو مسئولیت هم پر غاړه لري.
هابیک له ۲۰۱۸ تر ۲۰۲۲ پورې د زرغون ګوند همکار رهبر و چې په ګوند کې ېې د هغه په محبوبیت کې مرسته وکړه، خو په ۲۰۲۱م کال کې تر شا شو تر څو انالینا بېربوک په ائتلافي حکومت کې لومړۍ وزيره شي. دا لومړی ځل دی چې نوموړی د زرغون ګوند له لوري د صدراعظم په توګه نوماندیږي.
اړوند نور ولولئ: آلمان: له «ای اف ډي» ګوند سره د همکارۍ له وجې ميرکل يو ځل بيا پر ميرڅ نيوکې کړي
د یو وزیر په حیث د هابيک کارنامو په هکله ارزونې متفاوتې وې، په ځانګړې توګه کله چې د هغه وزارت د مرکز ګرمي سیستم له پاره د فوسیلی انرژۍ پر ځای د زرغونې انرژي بديل پلان وړاندې کړ. دغه پلان په حکومت دننه ژور تقسیمات ایجاد کړ.
الیس وایدل
مېرمن الیس وایدل ۴۶ کلنه ده. وایدل د «آلمان له پاره بدیل» یا «اې اف دې» ګوند لومړنۍ سیاستواله ده چې د آلمان تر ټولو لوړ مقام له پاره دريږي. د آلمان دغه ښي اړخی افراطي ګوند د مهاجرت ضد سیاست تعقیبوي.
وایدل چې د اقتصادي چارو کارپوهه ده، په ۲۰۱۳م کال کې د آلمان له پاره بدیل ګوند تر تاسیس کېدو لږ وروسته د دغه ګوند غړې شوه. د هغې ګوند د لومړي ځل له پاره د ۲۰۱۷م کال په ټاکنو کې د آلمان په عمومي پارلمان کې څوکۍ وګټلې. وایدل له هغه وخت راهیسې د خپل ګوند د پارلماني ډلې يوه له مشرانو څخه ده.
اړوند نور ولولئ: برلين: له ای اف ډي ګوند سره د مسيحي ديموکرات ګوند د همکارۍ پر ضد پراخ احتجاج
دغه آلمانۍ سیاستواله همدارنګه د ۲۰۲۲م کال راهيسي له تینو کروپلا سره د اې اف دې ګوند يوه مشره ده. الیس وایدل په دسمبر کې د خپل ګوند له خوا په داسې حال کې صدراعظمۍ ته نومانده شوه چې نورو ګوندو وویل دوی به ېې له ګوند سره کار ونکړي. پر همدې اساس د هغې له پاره په حاضر وخت کې داسې یو واقعبینانه مسير نشته چې د آلمان تر ټولو لوړ مقام ته پرې ورسيږي.