طبيعت او چاپيريالروسیه
یو ځل بیا یوې پیاوړې زلزلې د روسیې کوریل ټاپوګان لړزولي دي
۱۴۰۴ مرداد ۱۲, یکشنبهاعلان
د یکشنبې (د اګست ۳ نیټه) په ورځ د روسیې کوریل ټاپوګان یو وار بیا ولړزیدل. د المان د ځمکې پيژندنې علومو د تحقیقاتو مرکز په لومړیو کې د دې زلزلې شدت د ریشتر په مقاس ۶،۳۵ او ژوروالی یې د ځمکې په ۱۰ کیلومترې کې اعلان کړ.
دغه سیمه د څو ورځو راهیسې په پرله پسې ډول زلزلې تجربه کړي دي.
د امریکا متحده ایالاتو د ځمکې پيژندنې سازمان هم اعلان کړی دی چې د دې زلزلې شدت د ریشتر په مقیاس ۷ درجې وه.
د جولای په ۳۰ نیټه د روسیې په ختیځ سواحلو کې د کامچاتکا نیمه ټاپو ته نزدې د ریشتر په اساس ۸،۸ درجې زلزله رامنځته شوه.
د آرام سمندر په سواحلو کې د څو هیوادونو چارواکو خبرداری ورکړی دی چې کیدای شي سونامي رامنځته شي او له خطر سره مخامخ یو شمیر سیمې یې تخلیه کړي دي.