ولې په افغانستان کې وروستۍ زلزله دومره ويجاړونکې وه؟
۱۴۰۴ شهریور ۱۱, سهشنبهد ساينس پوهانو له پاره د ريشتر مقياس مهم دی چې د ځمکې د حداکثر خوځېدو يا حرکت پر مټ د يوې زلزلې د فزيکي پياوړتيا اندازه وړاندې کوي. په دې توګه آزادې شوې انرژۍ يا ځواک په عيني توګه سره پرتله کيدلای شي. مقياس يا اندازه په اصل کې په يوه سيمه کې د زيان په اړه يوازې لږ معلومات وړاندې کولی شي ځکه چې دا پر دې سربیره د زلزلې په ژوروالي او سيمه ایزو شرائطو پورې هم تړاو لري.
اړونده موضوع: په افغانستان کي د زلزلې د قربانیانو شمېر ۹۰۰ کسانو ته لوړ سو
ولې دا وروستۍ زلزله دومره ويجاړونکې وه؟
په افغانستان کې وروستۍ زلزله چې د ريشتر پر مقياس ۶،۰ درجې وه او د کونړ او ننګرهار ولایتونو یې ولړزول، که څه هم چې ډېره قوي نه وه، خو درې نور فکتورونه د دې لامل شوې چې ډېره ويجاړي رامنځته کړي: له ځمکې څخه یې لږ ژوروالی، د خاوري او د ځمکې د سطحې وضعيت او د ساده ساختماني موادو کارول او همدا رنګه د کورونو د جوړولو پر وخت د ساختماني ستانداردونو نه رعایت کول.
د زلزلې د مرکز لږ ژوروالی يا سطحي زلزله
په افغانستان کې دا تازه يا وروستۍ زلزله د ځمکې له سطحې يوازې ۸ کیلومتره ژوره وه – او دا ډول زلزلې چې د ۷۰ کيلومترو لږې ژورې وي، «سطحي زلزلې» بلل کيږي. سطحي زلزلې ډېرې خطرناکې ګڼل کيږي ځکه چې خپله انرژي يا ځواک ساتي او نيغ په نیغه او پرته له دې چې وويشل شي د ځمکې سطحې ته رسيږي او قوي لړزښت رامنځته کوي. په دې توګه یې د ودانيو او زیربناو له پاره د ويجاړۍ پوتنسيال ډېر وي او ډېره ويجاړي رامنځته کوي
په سبډکشن زونونو (Subduktion) کې د شديد زيان اوښتو امکانات ډیريږي. سبډکشن زونونه هغه جيولوژيکي ساحې دي چې تکتونيکي تختې پکې د یو بلې لاندې کيږي يا د يوه بل دپاسه اوړي او په نتیجه کې یې قوي زلزلې او يا اورشېندنه رامنځته کيږي.
تکتونيکي تختې د ځمکې د ليتوسفيير يا سطحي قشر ډېرې سترې او په کرار کرار داسې خوځيدونکي ټوټي دي چې لوې وچې او د سمندرونو تلونه له ځانه سره ليږدوي.
افغانستان که څه هم چې په مستقيم ډول په داسې سمندري سبډکشن ساحه کې موقعيت نه لري، خو په داسې يوه پيچلې ګډوله او تغيرېدونکي سيمه کې پروت دی چې د هندي تختې [هندي تکتونيکي تختې] يوه پاتې شوې برخه په کرار کرار د هندوکش تر غرونو لاندې د ځمکې په پوښ کې ډوبيږي او د سختو زلزلو لامل ګرځي.
د خاورې او د ځمکې د سطحې وضعيت
د افغانستان په ډېرو سيمو کې خاوره نرمه او رسوبې او قشرونه يا طبقې لري. نرمه، په اوبو خړوبه ځمکه او يا شګلنه ځمکه د زلزلې پر وخت خپل ټينګښت يا استقرار له لاسه ورکوي او ښوېږي. په دې ډول کيدای شي چې ټولې ودانۍ وښوېږي او د اضافي زيان اوښتو باعث کيږي.
په ځانګړي ډول تر سختو اورښتونو وروسته د ځمکې رطوبت نور هم ډېريږي او د ودانيو ثبات لا پسې راکموي.
ساختماني ميتودونه او د ودانيو جوړښت
په افغانستان کې تر ډېره کورونه له خټو او ډبرو او اومو خښتو څخه جوړيږي چې په ډېرو کې وسپنیز جوړښتنه نه وي کاريدلي او نه یې هم په تهداب کې کانګريت. دا څه د زلزلې پر وخت د زيانمېدو خطر لا پسې ډېروي ځکه ديوالانه لږړښت نه شي زغملی او د لږ فشار په راتلو سره نړيدلای شي.
د افغانستان په کليوالي سيمې کې پر دې سربیره د ساختماني ستانداردونه او له زلزلو څخه د خوندي جوړښتونو يا ودانيو جوړولو مقررات نه مراعتيږي. په سترو ښارونو کې هم د خښتو کورونه بې له ګاډرو او يا بې له فولادي تیرونو جوړيږي. د ساينسي اټکلونو پر اساس په دې ترتيب د منځنۍ کچې په زلزله کې هم ډېر زيان اوړي.
په افغانستان کې د تازه څیړنو اړتيا
د آلمان د ځمک پيژندنې د مرکز کارپوهان په دې آند دي چې د ۲۰۲۳م کال د هرات ولايت زلزلې «دا عاجله اړتيا رامنځته کړې چې په دې سيمه کې په اساسي توګه علمي څیړنې وشي.»
په وروستيو کلونو کې افغانستان له نړيوالې پاملرنې تر ډېره حده لیرې پاتې شوی دی. د لسیزو جګړو او د اوس پر دغه هېواد د طالبانو حاکميت په سیمه کې علمي کار ستونزمن کړی دی.
اړونده موضوع: ولې په افغاستان کې په تکرار سره سختې زلزلې پېښيږي؟
د آلمان د ځمک پيژندنې د څيړنو مرکز په هرات کې د ۲۰۲۳م کال تر زلزلې وروسته پر خپله انترنت پاڼه وليکل: «د زلزلې ثبتولو ډېرې لږې دستګاوې موجود دي او د هرات په ډېر غربي فاولټ يا ګسل کې هیڅ میاشتنۍ اندازه ګيرۍ نه کيږي.» دې مرکز زياته کړې چې په دې توګه په افغانستان کې د زلزلو د دقيق ماډل جوړول او له هغوی د باور وړ نتيجه اخيستل يوه ستره ننګونه ده.
د کومې کچې يا شدت زلزلې خطرناکې وي؟
د زلزلې د خطر د کچې معلوملو له پاره د ريشتر پر مقیاس د زلزلې د درجې ترڅنګ د ځمکې د سطحې څرنګوالی او همدا راز د ساختمانونو د جوړولو بڼه هم مهم او پريکړنده عوامل دي.
کله چې د زلزلې شدت له ۳،۵ درجې لوړ وي نو د سيمې خلک خفيف يا ډېر کمروزي ټکانونه حس کوي. کله چې د زلزلې شدت له پنځوو لوړ وي نو هغه شيان چې مستحکم نه وي لکه مبل [کټونه، چوکۍ] ټکان خوري.
په داسې يوه حالت کې هغه کورونه چې په معیاري توګه نه وي جوړ شوي، ممکنه ده چې درز پيدا کړي يا د ديوالانونو سستې ډبرې را پريوځي.
کله چې د زلزلې شدت د ريشتر په مقياس له شپږ درجو پورته وي، په غير معياري توګه جوړ شوي کورونه او پلونه ښايي ونړيږي او د ډېرو انساني تلفاتو باعث ګرځي.
کله چې د زلزلې شدت له ۷ درجې پورته شي نو مضبوط کورونه یې هم تاب نه لري او امکان لري د يوه ښار ځينې برخې په بشپړه توګه له منځه ولاړې شي.
تر ۸ درجو د لوړې کچې زلزله ويجاړۍ ښايي ډېرې پراخې وي او حتی د زلزلې د مرکز په څو سوه کیلومترۍ کې ډېر تلفات واړوي.