د اوکراين جګړې له پاره جلب شوي هندي ځوانان خپله کيسه کوي
۱۴۰۳ بهمن ۲۶, جمعهد کشمير د پلوامه سيمې ۳۲ کلن آزاد يوسف کمار، له دويچه ويله سره د خبرو پر وخت وويل چې په ۲۰۲۳م کال یې په خارج کې د ښه کاري فرصت په لټه کې په يوټيوب کې په روسیه کې په امنيتي برخه کې ګټور کاري فرصت ترسترګو شو.
کمار، وويل چې په دې ژمنو غلط شو او ادعا کوي چې دغه شرکت ته یې چې اوس تړل شوی دی، د سفر او د پروسس د فيس په توګه ۱۳۰ زره هندۍ روپۍ ورکړې، ځکه چې نوموړي پر لوړو زده کړ سربیره هم کار نه شوای موندلی.
کمار، وويل هغه وخت دی هیڅ نه پوهيد چې په پای کې به د روسیې او اوکراين پر پوله د يو شمير نورو هنديانو سره بند پاته شي او تر څو میاشتو پورې به په اوکراين کې د روسیې په جګړه کې برخه واخلي.
اړونده موضوع: هند تائيد کړې چې څو هنديانو د روسيې په پوځ کې «نومليکنه» کړې
کمار، د هند تر ولکې لاندې کشمير کې په خپل کور کې له دويچه ویله سره په خبرو کې وويل: «ما مرګ ډېر له نږدې ليدلی، د پوځي روزنو پر وخت زه ټپي هم شوم.»
نوموړی وايي چې کله په جګړه ځپلې سيمه لوهانسک کې مستقر کړل شو، نو د جګړې له ويروونکي حقيقت سره مخامخ شو. نوموړي ادعا وکړه چې دی او نور ملګري به یې مجبورل ول د توپونو د مرميو په باران کې خندقونه وکېندي. دی وايي چې په دې ترڅ کې يو ځلي ګولۍ د دوي ترڅنګ هم ولګېدې او دا چې هره شيبه د مرګ له خطر سره مخامخ وو.
کمار، وايي چې د روزنې څو اونۍ وورسته د تجربې د کمښت له کبله دی په مرمۍ ټپي شو او دوې اونۍ په روغتون کې وو. هغه وايي: «نهه میاشتې وروسته کور ته بيرته راستنېدل يوه معجره وه، زه د يوې سترې دوکې ښکار شوم، لکه د يو شمېر نورو هندي ځوانانو په څېر.»
د هند د حکومت په حواله ۱۲۶ هندي اتباع د روسیې په پوځ کې شامل شوي ول چې ۱۲ یې وژل شوي، ۱۶ لادرکه دي او ۹۶ یې بيرته هېواد ته ستانه شوي دي. د هند د بهرنيو چارو وزارت د نورو پاتې کسانو په سملاسي توګه د بيرته ور ليږدولو غوښتنه کوي.
د کمار، په څېر يو شمير ځوانانو په ټولنیزو رسنیو کې زړه راښکوونکو وړاندیزونو دوکه کړي او د جګړې برخه ګرځيدلي دي.
د ژوندي پاتېدو له کبله منندوی يم
۲۳ کلن سيد الياس حسيني، چې د هند د جنوب لویدیځ ایالت کرناټک سره تړاو لري، له خپلو دوو ملګرو عبدالنعيم، او محمد سمير احمد، سره په ګډه له دويچه ويله سره د خبرو پر وخت وويل چې دوی ته په روسیه کې د امنيتي ساتونکي په توګه د کار ژمنه ورکړل شوې وه. هغه زياتوي چې دوی ته د ۷۰ زرو څخه تر سل زرو روپو پورې د میاشتني معاش ډاډ ورکړل شوی وو.
حسيني، وويل: «ما مخکې د دوبۍ په هوايي دګر کې د خوړو عرضه کوونکي يوه شرکت سره کار کاوه خو بيا بيرته هند ته راغلم او خپل سيد نواز علي، ته مې په روسيه کې د خپل نوي کاري فرصت خبره وکړه.»
خو نوموړی ادعا کوي چې د امنيتي ساتونکي د کار پر ځای هغه په يوه خصوصي پوځي شرکت کې په جبري توګه مستقر کړل شو او د نيپال او د کیوبا له وګړو سره يوځای د روسيې او اوکراين پولې ته وليږدول شو.
حسیني، وويل: «موږ ويره لرله چې ښايي بيرته به ژوندي را ستانه نه شو او کله چې زموږ يو ملګری هيمل منګوليا، چې د ګجرات د سورات ښار څخه وو، د خندق د کېندنې پر وخت د ډرون په يوه بريد کې ووژل شو نو ما فکر وکړ چې زما وار هم را رسېدلی دی.»
هغه وويل چې د تېر کال په مارچ مياشت کې یې چې کله لاس ته یو ځېرک تلیفون ورسېد، نو د نورو ملګرو سره په ګډه یې يو ويډيو پيغام ثبت کړ او په هغه کې يې هغه وضعيت تشريح کړ چې دوی ورسره لاس او ګريوان ول.
دی وایي چې دا ويډيو وايرل يا ډېر لاس پر لاس شوه او تر دې وروسته حکومت او سياستوال زموږ په غم کې شول. تر دې څو میاشتې وروسته موږ مسکو ته وليږدول شو او په سپتمبر میاشت کې خپل هېواد ته راغلو.
اړونده موضوع: روسيه او هند د وسلو په برخه کې خپلې همکاري ډېروي
په جولای میاشت کې د هند لومړي وزير نريندر مودي، په يوه دوه ورځني سفر مسکو ته ولاړ، روسیې ژمنه وکړه چې هغه هندي اتباع به بيرته واستوي چې په ناسمه توګه په پوځ کې شامل کړل شوي دي او بيا په اوکراين کې په فعالو جګرو کې جنګيدو ته مجبور کړل شوي دي.
د درواغو په ژمنو د جګړې په ډګر کې
ډېرو ځوانانو وويل چې د درواغو په ژمنو روسیې ته ور وبلل شول او يوازې له دې کبله د جګړې ډګر ته ورسېدل چې د روزګار له پاره یې هلې ځلې کولې او په هند کې د کاري فرصتونو د نه شتون او يا کمښت له کبله ورته دا خبره ښه ښکاره شوه چې له هېواد دباندې ولاړ شي.
د تلنګانه د حيدر آباد سره تړاو لرونکی محمد سفيان، چې کله د ۲۰۲۳م کال په دسمبر میاشت کې د مسکو دوموديوو هوايي ډګر ته ورسېد نو له ده سر هم هماغه څه وشول چې د يو شمير نورو هندي ځوانانو سره شوي ول. د ده اسناد ضبط شول او دی مجبور کړل شو چې په يوه خصوصي پوځي شرکت کې شامل شي.
سفيان، دويچه ویله ته وويل: «د جګړې په محاذ کې دا يوه ويروونکې تجربه وه او تر راستنېدو وروسته هم زه د ډرون د بمونو او مرميو ږغونه او د خلکو چيغي اورم.»
نوموړي تور ولګاوه چې دی په اوکراين کې ۵۰ کيلومتره دننه د روسي عسکرو سره په کمپ کې ساتل شوی وو چېرې چې به افسرانو په دې موخه چې دی غلی پاتی شي، د فېرونو په کولو سره ډار کاوه. دی زياتوي: «دا يوه معجزه وه چې زه له مرګه بچ شوم.»