«چین او روسیه به د امریکايي رسینو د تشې ډکولو په هڅه کې وي»
۱۴۰۳ اسفند ۲۷, دوشنبهد دویچه ویله عمومي مشر پیتر لیمبورګ، د دوشنبې په ورځ پر هغې پریکړې له سره د غور کولو غوښتنه وکړه چې له مخې یې د امریکا متحده ایالاتو د نړیوالو رسنیو د آژانس یا «یو اس اې جې ام» بودجه قطعه شوې ده.
د امریکا متحده ایالاتو د ولسمشر دونالد ترمپ، دغې پریکړې د آزادي راډیو اوس له يوه نامعلوم حالت سره مخامخ کړې ده. دغه پریکړه همدا راز د «امریکا غږ» رسنۍ د ډیرو کارکوونکو د اخراج او یا هم د هغوی د شمیر د ډیر کمیدو لامل کیږي.
د دویچه ویله مشر د دونالد ترمپ د دې پریکړې په اړه څه وویل؟
د دویچه ویله مشر خبرداری ورکړ چې استبدادي حکومتونه، لکه مسکو او پیکینک به له نړیوالو رسنیو څخه د امریکا متحده ایالاتو د هر ډول پر شا تګ له کبله د رامنځ شوې تشې د ډکولو هڅه وکړي. لیمبورګ وویل: «هغه کار چې دونالد ټرمپ کړی دی د آزادي تضعیت او د استبداد تقویت دی.»
لیمبورګ وویل چې دویچه ویله او نورې نړیوالې رسنۍ به په یوازې سر د دغې تشې په ډکولو و نه توانیږي. هغه زیاته کړه: «په اروپا کې زموږ د همکارانو د تجربو له مخې، هر وخت چې یوه خلا موجوده وي نو روسان او چینایان مداخله کوي او دا د خواشینۍ ځای دی.»
اړونده موضوع: په امریکا ږغ راډیو کې د ډله ییزو ګوښه کولو لړۍ پیل شوه
لیمبورګ وویل: «له همدې کبله زه په دې باور یم چې اروپا باید ژر تر ژره، په رښتیا ژر تر ژره، یو څه وکړي. دا یوه بې اهممیته موضوع نه ده. دا یوه ډیره مهمه موضوع ده.»
لیمبورګ ټینګار وکړ چې د مستبدو حکومتونو له خوا د ناسمو معلوماتو د خپرولو له کبله، په اروپا کې باید سیاسي مشران په دې ځان ډاډه کړي چې نړیوالې رسنۍ یې کافي بودجه لري.
د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ د جمعې په ورځ یو فرمان لاسلیک کړ چې له مخې یې «د امریکا متحده ایالاتو د نړیوالو رسنیو آژانس» چې امریکا غږ یې برخه ده، اغیزمن شوی دی او بودجه یې قطع شوې ده.
په ۲۰۲۳ مالي کال کې دغه آژانس ۳۳۸۴ کارکوونکي لرل او په روان مالي کال کې یې د ۹۵۰ میلیونه ډالرو غوښتنه کړې وه.
هغه خپرونې چې «د امریکا متحده ایالاتو د نړیوالو رسنیو آژانس» یې مسوولیت لري په اوونۍ کې ۴۲۰ میلیونو کسانو ته په ۶۳ ژبو او سلو هیوادونو کې رسیدې. دویچه ویله او «د امریکا متحده ایالاتو د نړیوالو رسنیو آژانس» دواړه د «دي جي ۸» شبکې غړي دي چې په کې اته نړیوال رسنیز سازمانونه شامل دي. په دې سازمان کې شامل نور غړي د استرالیا خبري پایګا، د بریتانیا د بي بي سي نړیوال سرویس، سي بي سي د کاناد راډیو، مدیا موند فرانسه، د جاپان ان ایچ کې او د سویس اس اس ار-اس آر جي رسنۍ دي.