کانګو: ۵۰۰ زره کسان د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي
۱۴۰۳ بهمن ۱۰, چهارشنبهد کانګو ديموکراتيک جمهوريت (DRC) د بهرنيو چارو وزيرې تېریزه کايکوامبا واګنر، د سه شنبې په ورځ د ملګرو ملتونو د امنيت شورا یوې بيړنۍ غونډې ته وويل چې په جنوري مياشت کې تر اوسه د سختو نښتو له کبله تر ۵۰۰ زور ډېر کسان د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي.
نوموړې زياته کړې: «بشري وضعيت د خرابيدو په حال کې دی او يوازې په جنوري مياشت کې په شمالي او جنوبي کېوو ايالتونو کې نور ۵۰۰ زره کسان بې ځايه شوي دي.»
اړونده موضوع: پوځ: د کانګو د کودتا په هڅه کي بهرنیانو لاس درلود
د هغه شخړې د بيرته په شديده توګه راپارېدو په ترڅ کې چې تر يوې لسیزې هم له ډېرې مودې راهېسې روانه ده، د دوشنبې په ورځ د روانډا له ملاتړه برخمن د «ام ۲۳» په نامه ياغيان د شمالي کيوو ایالت پلازمينې ګوما ته داخل شوي دي. ګوما د کانګو د ختیځ تر ټولو ستر ښار دی چې اوس یې ډېرې برخې د ياغیانو په ولکه کې دي.
«مونسکو» د نړيوالو اقداماتو غږ کړی
په دې منځ کې د کانګو په ديموکراتيک جمهوريت کې د ملګرو ملتونو د سوله ساتي ځواک (MONUSCO) په دغه هېواد کې د تاوتريخوالي ډېرېدو له کبله د نړيوالې مداخلې غږ کړی دی.
د «مونسکو» د محافظت او عملياتو مرستيالې ځانګړې استازې ويوين وان دي پېرې، په نيويارک کې د ملګرو ملتونو امنيت شورا ته وويل: «په ګوما کې وضعيت عاجل او همغږي شوي نړيوال اقدام ته اړتيا لري.»
اړونده موضوع: په کانګو کې د ملګرو ملتونو پر ضد مظاهرو کې ۴۰ کسان وژل شوي
نوموړې د دې په زياتولو سره چې د ملګرو ملتونو سوله ساتی ځواک په ګوما کې د ډېرو هغو کسانو ساتنه کوي چې د پناه په لټه کې ول، وويل: «د ښار د ويجاړولو بريدونه دوام لري چې د ملکيانو د وژنې، ټپي کيدو او هغوی ته د صدمې رسېدو او د بې ځایه کيدو له کبله یې بحران ته شدت ورکوي.»
روبيو له کاګامې د اوربند غوښتنه وکړه
د امريکا متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزير مارکو روبيو، د يوه تليفوني تماس پر وخت د روانډا ولسمشر پاول کاګامي ته ويلي دي چې واشنګټن په کانګو کې د شخړې پر پراخيدو «ډېر انديښمن» دی، په ځانګړي توګه د روانډا له ملاتړه برخمنو ياغيانو لاسو ته د ګوما ښار د لوېدو له کبله.
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د يوې اعلامیې په حواله دغه لوړپوړي امريکايي ديپلومات «په سيمه کې د سملاسي اوربند غږ وکړ او دا چې ټول اړخونه باید خپلواکې ځمکنۍ بشپړتيا ته درناوی ولري.»
ګوما د روانډا سره پر سرحد د کانګو جمهوريت په طبيعي سرچينو له غني سيمو څخه یې په يوه کې پروت دی. د M23 په نوم ياغي ملېشه له کلونو راهېسې د کانګو د حکومتي ځواکونو سره په نښته بوخته ده او طبيعي زيرمو ته د لاس رسي هڅه کوي.
د اروپايي ټولنې په حواله په دغه هيواد کې دمګړۍ د ټولو بې ځایه شويو شمير تر ۷ میليونو ډېر اټکل شوی دی.