السلوادور د انترنيټي پيسو د رسمي کولو هڅي کوي
۱۴۰۰ خرداد ۱۷, دوشنبهد السلوادور جمهوررئیس پتېيلې ده چې په دغه هيواد کې راکړه ورکړه او معاملې د انترنيټي پيسو له لاري هم قانوني کړي. هغه په دې موخه کنگرې ته يوه طرحه وړاندي کوي. په دې ډول به په دغه هيواد کې د ملي پيسو او امريکايي ډالرو تر څنګ په بيت کوين هم معامله وشي.
السلوادور هوډ لري چې د نړۍ د لومړي هيواد په توګه په بازار کي راکړي ورکړي او سوداګريزي تبادلې په انترنيټي پيسو »بیت کوين« هم وکړي او دا قانوني کړي. د دغه هيواد جمهور رئيس نجيب ابوکيله په خپل ويديوي پيغام کې اعلان کړی دی چې په دې اړه طرحه به په راتلونکې اونۍ کې کنګرې ته وړاندې شي.
هغه ويلي دي چې پر بيت کوين د معاملو قانوني کول به د دې سبب شي چې له هيواد څخه په بهر کې اوسیدونکي اتباع په خاصه توګه هغه چې بانکي حسابونه نه لري وکړای شي په اسانۍ سره پيسې هيواد ته وليږې.
د هغه په خبره دغه راز دا اقدام به «د کاري فرصتونو او د هيواد رسمي اقتصاد ته د زرونو کسانو راننوتلو سبب شي.»
بيت کوین لا تراوسه له واقعي اقتصاد سره هيڅ کومه مستقيمه اړيکه نه لري او په تيرو کلونو کي يې ارزښت ډير ښکته پورته والې تجربه کړی دی. د اقتصاد ډېر کارپوهان لا هم بيت کوين د معاملو له پاره نامناسبه وسیله ګڼي.
نجيب ابو کيله کوښښ کوي چې ځان مودرن او د ځانګړي جمهور رئيس په توګه ښکاره کړي. هغه په ټولنيزو شبکو کي فعال حضور لري او حتي کله خپلو وزيرانو ته امرونه د تويتر له لارې ابلاغوي.
پر هغه انتقاد کوو نکي په دې اند دي چې ابو کيله، هيواد د (خپل سرئ) په لور بيايي او په خپلو دريځونو او سیاستونو سره په السلوادور کې ديموکراسي له خطر سره مخامخ کوي.
د هغه له جنجالي اقداماتو څخه يو يې د ۲۰۲۰م کال په فبروري مياشت کې د السلوادور پارلمان ته د عسکرو راوستل ول.هغه په دې اقدام سره کوښښ کاوه چې د پارلمان غړي تر فشار لاندې راولی، څو د امنيتي لګښتونو د پوره کولو له پاره د قرضې له غوښتنې سره موافقه وکړي.
السلوادور ۶ نيم ميليونه نفوس لري. د دغه هيواد شاوخوا دوه ميليونه وگړي له هيواد څخه دباندي ژوند کوي.