ويجاړونکو سېلابونو په پاکستان کې له ۳۰۰ ډېر کسان وژلي
۱۴۰۴ مرداد ۲۵, شنبه«د مړو شمېر اوس ۳۰۷ ته رسېدلی دی.» دغه خبره د شنبې په ورځ (د ۲۰۲۵م کال د اګست ۱۶مه) د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ایالتي ادارې ویاند، انور شهزاد، د آلمان خبري آژانس ته وکړه.
خیبر پښتونخوا ایالت په داسې حال کې یوه ورځ ماتم اعلان کړی، چې ژغورونکي لا هم د لسونو لادرکه کسانو د موندلو عملیات پر مخ بیایي.
پاکستان پرون جمعه په ناڅاپي شديدو ورښتونو، رعد و برق او د ځمکې ښوېدنې په پېښو کې د مړو شمېر څه باندې ۱۸۰ ښودلی وو چې په هغو کې د یوې چورلکې پنځه تنه عمله هم شامل و. دغه چورلکه په سیمه کې د ژغورنې عملیاتو پر مهال رانسکوره شوه.
د ځاني زیانونو د ډېرېدو اندېښنه
لږ تر لږه ۱۸ کسان د پاکستان تر کنټرول لاندې کشمیر او ګلګټ-بلتستان سیمه کې مړه شوي، چې د هند او چین سرحد ته نژدې پرته ده.
شهزاد زیاته کړه چې ژغورونکو د تېرې شپې په جریان کې ۹۳ مړي له خټو او ويجاړیو راوښکلي او وېره ېې وښوده چې ښايي د مړو شمېر نور هم لوړ شي. لږ تر لږه د ۲۱ کسانو د ټپي کېدو هم ویل شوي دي.
د پاکستان یوه لوړپوړي چارواکي وويل تر اوسه د مړو او زیانمن شوو کسانو کره شمېر او جایدادنو او زیربناو ته د اوښتو زیانونو دقیقه اندازه معلومه نه ده.
د پاکستان د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ملي ادارې (NDMA) د معلوماتو پر اساس، په پاکستان کې د سږکال په موسمی ورښتونو کې لږ تر لږه ۶۳۴ کسان مړه شوي او له ۷۶۸ ډېر نور ژوبل شوي دي. دغه ورښتونه د جون میاشتې له ۲۶مې پیل شوي دي.
پاکستان او اقلیمي بدلون
د ملګرو ملتونو سازمان په حواله، پاکستان د پاڅه ۲۴۰ میلیونه نفوس په درلودلو سره د نړۍ یو له هغو هېوادونو څخه دی چې اوسېدونکي ېې د اقليمي بدلون له پدېدې ډېر اغیزمن شوي دي. هر کال په دغه هېواد کې په سلونو خلک په طبیعي پېښو کې خپل ژوند له لاسه ورکوي او په زرونو کورونه او عامه تاسیسات تخریب او څاروي له منځه ځي.
آرشیف څخه: