آلمان؛ افغانستان ته اخراجونه او طالبانو سره د چلند څرنګوالی
۱۴۰۴ مرداد ۱, چهارشنبهد آلمان د کورنیو چارو وزیر الکساندر دوبرینت، د جولای په ۱۸مه په یوه اعلامیه کې په رضایت وویل چې «موږ افغانستان ته د ېوه اخراجي پرواز پر سازمان ورکولو بریالي شولو.» څو ورځې مخکې کابل ته ددغو ۸۱ افغان مهاجرو حامل طیارې د آلمان له لایپزیک څخه پرواز وکړ.
د دوبرینت په آند، د آلمان ائتلافي حکومت په دې اقدام سره د خپلو له کړو ژمنو څخه یوه ېې عملې کړه. د آلمان اوسنی ائتلافي حکومت د محافظه پالو اتحادي ګوندونو (مسیحي دموکرات او مسیحي سوسیال) او د سوسیال دموکرات ګوند څخه جوړ دی چې د روان کال له می میاشتې راهیسې په واک کې دی.
د ائتلافي حکومت په هوکړه لیک کې راغلي دي: «موږ افراد افغانستان او سوریې ته اخراجوو او دغه کار له مجرمو او خطرناکو کسانو څخه پیلوو.»
تر دې مخکې د ۲۰۲۴م کال په اګست کې د آلمان مخکني ائتلافي حکومت هم افغانستان ته یو اخراجي پرواز درلود. د صدراعظم اولاف شولڅ په مشرۍ د آلمان مخکنی ائتلافي حکومت له درو ګوندونو، سوسیال ديموکراټ، آزاد دموکراټان او زرغون ګوند څخه متشکل و.
د اخراجونو په موخه نوې هڅې
الکساندر دوبرینت چې د آلمان له مسيحي ديموکرات ګوند څخه دی وايي د حکومت ائتلافي شریکانو سره ېې د اخراجونو پر چټکولو توافق کړی او دې ته په اشارې ېې په «پالیسۍ کې د بدلون» یادونه کړې ده.
د هغه په خبره، په دې لار کې تر ټولو ډېر باید مبدا هېوادونه د خپلو مهاجرو منلو ته موظف شي. د افغانستان په هکله دغه موضوع ځکه پېچلې او سخته ده چې آلمان د طالبانو حکومت د نړېوالو قوانینو له مخې په رسمیت پېژندلی نه دی.
طالبان چې د ۲۰۲۱م کال د اګست په نیمايي کې پر افغانستان بیا واکمن شوي، نجوني او ښځې په سیستماتیکه توګه ټکوي. په دغه هېواد کې تر شل کلنې جګړې وروسته وضعیت فاجعه يي شوی دی.
له آلمان څخه افغانستان ته د افغانانو اخراجونه د طالبانو د بیا واکمنېدو مخکې د افغانستان د پخواني حکومت پر وخت هم ترسره کېدل. دغه اخراجونه په هغه وخت کې د بې ثباته امنیتي وضعیت او اوس د بشري حقونو د دوامدره سرغړونو په دلیل بحث پاروونکي دي.
د درنو جرمونو مرتکبین
د ټولو پېچلتياو باوجود، د آلمان د کورنیو چارو وزیر په پام کې لري چې د اخراجونو په برخه کې خپلو هڅو ته ادامه ورکړي. هغه ويلي دي: «درنو مجرمینو ته زموږ په هېواد کې د اوسېدو ځای نشته.» د آلمان د حکومت ویاند، شتفان کورنلیوس د دوشنبې په ورځ وویل چې په پام کې ده لا ډېر اخراجونه ترسره شي. هغه وویل: «دا لړۍ پر یوه پرواز سره پای ته نه ده رسېدلې.»
ویاند زیاته کړه چې افغانستان ته وروستی اخراجي پرواز د قطر حکومت په مرسته ترسره شوی دی. په دې ترتیب آلمان غواړي د طالبانو د دیپلوماتيک مقام احتمالي ارتقا رد کړي. د طالبانو حکومت تر اوسه یوازې روسیې په رسمیت پېژندلی دی.
د آلمان حکومت وايي چې طالبانو سره «تخنيکي اړيکې» د قطر په منځګړیتوب کوي. د آلمان د حکومت ویاند زیاته کړه: «موږ په افغانستان کې له دي فاکتو حکومت سره په تخنیکي کچه منظمې اړيکې لرو.» هغه د طالبانو کلیمې له کارولو ډډه وکړه او وې ویل چې داسې یو توافق شوی چې د افغانستان ادارې دوه استازي، «د لاډېرو پلان شوو اخراجي پروازونو د ملاتړ له پاره» په آلمان کې د افغانستان په قونسلي څانګو کې کار وکړي. په دې منځ کې د طالبانو دوه استازي آلمان ته رسېدلي دي.
«د طالبانو حکومت به په رسمیت ونه پېژندل شي»
په حاضر وخت کې د آلمان او د طالبانو تر ادارې لاندې افغانستان تر منځ اړيکې ښکاره خپلو نوو ابعادو ته رسېدلي دي. خو د دې سربېره، د آلمان صدراعظم فریدریش مېرڅ په هغه ورځ چې افغانستان ته اخراجي پرواز کېده په یو خبري کنفرانس کې وویل چې د طالبانو حکومت د رسميت پېژندلو بحث نشته. هغه ټینګار وکړ: «د طالبانو رژیم د دیپلوماتیک رسمیت پېژندلو موضوع په هېڅ صورت کې په کارونو کې نشته او داسې یو څه به پېښ نه شي.»
طالبانو سره پر اړیکو د ځينو آلماني کارپوهانو نیوکې
د آلمان د ائتلافي حکومت په منځ کې یو شمېر داسې انګیري چې د طالبانو له حکومت سره اړېکې له حده ډېرې مخته تللي دي.
د سوسیال دموکراټ ګوند سیاستوالانو چې د ائتلافي حکومت شریکان هم دي، طالبانو سره د خبرو اترو پر طرحې ېې مخالفت ښودلی دی.
د آلمان په پارلمان يا بوندېستاګ کې د سوسیال دموکراټ ګوند د بهرني سیاست د څانګې ویاند، ادیس احمدوویچ، د افغان ګډوال د اخراج تر خبر مخکې خپله نېوکه کړې وه. هغه «تاګس شپیګل» ورځپاڼې ته وویل: «له داسې یوې ډلې سره چې ښځې او نجونې په سیستماتيکه توګه له تعلیم، کار او ازادۍ بې برخې کوي، عمومي تاوتریخوالی وضع کوي، نورعقاید لرونکي آزار او اذیت او بشري حقونه تر پښو لاندې کوي، په اوس وخت کې ورسره هېڅ ډول مذاکره کېدای نشي.»
هغه د جزا نړېوالې محکمې له لوري د طالبانو د رهبر ملا هبت الله آخوندزاده او د طالبانو د قاضي القضات عبدالحکیم حقاني د نیونې صادر شوی حکم په افغانستان کې د حاکم وضعیت «ښکاره نخښه» وبلله. احمدوویچ زیاته کړه چې د طالبانو دغه رهبران د بشر ضد جنایتونو باندې تورن دي او دا چې په افغانستان کې ښځې او نجونې او همدارنګه د الجیبیتیکیو ټولنې افراد په دوامداره توګه له بې سارې او بې رحمانه آزار او اذیت سره مخ دي.
کارپوه: د طالبانو ديپلوماتیکې ارتقا محتمله ده
احمدوویچ د جزا نړېوالې محکمې له لوري د طالبانو د رهبر د نیونې حکم ته په اشاره وویل: «هر څوک چې تر دې حده انساني کرامت باندې سترګې پټې کړي، د مذاکرې له پاره یو مشروع لوری نه وی. نه د دیپلوماتیک او نه هم د اخلاقي نظره.»
خو کنزاد شیتر چې د آلمان په بن ښار کې د شخړو د مطالعاتو په نړېوال مرکز کې د افغانستان د چارو کارپوه دی، په دې نظر دی چې د روسيې له خوا د طالبانو حکومت په رسميت پېژندنه، کېدای شي خپل اغیز ولري. یعنې داسې چې یو وضعیت چې په هغه کې یوه پېښه له ځانه سره ورته نورې پېښې ولري.»
هغه دویچه وله سره په خبرو کې له نورو هېوادونو له هغې جملې له پاکستان او قطر سره د طالبانو د ادارې نژدې اړیکو ته اشاره وکړه. د هغه په خبره کې چېرته دغه هېوادونه د روسیې له اقدامه تقلید وکړي، نو دا به ممکن پر غربي هېوادونو د پام وړ سیاسي فشارونو سبب واقع شي.
د شیتر په خبره په دې صورت کې به غربي هېوادونه اړ شي چې له ځانه وپوښتي چې د طالبانو پر وړاندې باید څه ډول چلند وکړي. دغه کارپوه وايي: «دغه وضعیت به دقیقاً یو دیپلوماتیک دینامیک رامنځ ته کړي، چې طالبان ورته د روسیې د وروستي اقدام په دلیل ډېر هيله مند دي.»
«پر آلمان د نړېوال باور کمښت»
نیکول دیتلهوف چې د فرانکفورت ام ماین په پوهنتون کې د سولې او شخړو څېړونکی دی، د افغانستان په هلکه د آلمان پر سیاست شدیده نیوکه کوي. هغه په تاګس شپيګل رسنۍ کې ليکلي، د داسې افرادو اخراج چې په خپل اصلي هېواد کې د شکنجې یا غیر انساني چلند له ګواښونو سره مخ دي، جواز نه لري. دیتلهوف دا وړاندوینه هم کوي چې په دې صورت کې به پر آلمان نړېوال اعتماد کم شي.
هغه زیاته کړه چې د آلمان اعتماد د دې له پاره هم صدمه ليدلي چې د دغه هېواد حکومت په افغانستان کې خپل د پخوانیو محلي کارمندانو د منلو پروګرام پای ته رسولی دی.
دغه کارپوه وايي: «څوک به د داسې یو هېواد پر خبرو باور وکړي چې خپلو ملکي مرستندویانو سره ژمنه کوي چې په راتلونکې کې به ېې خوندیتوب ته پاملرنه کوي، خو وروسته ېې ناڅاپه یوازې پرېږدي؟»
له آرشیف څخه (06.09.2024)