څیړنه: په هرو لسو کې یو المانی د کار روږدی دی
۱۴۰۱ خرداد ۸, یکشنبهد یوې څیړنې له مخې چې پایلې یي د می میاشتې په ۲۵ نیټه خپرې شوې دي، د المان عام خلک له کار کولو سره په اصطلاح لیونۍ مینه لري. په دې کې لس سلنه داسې کسان دي چې د کار روږدي بلل کیدای شي.
دغه څیړنه چې د هانس بوکلر بنسټ له خوا په آلمان کې د ټولو هغو کسانو چې په څه نا څه کار بوخت دي د چلند د معلومولو له پاره ترسره شوې ده. د دغې څیړنې له مخې د ژوندانه په ټولو برخو کې د کار جنون لرونکي کسان موندل کیږي.
د هانس بوکلر بنسټ دغه څیړنه، د مسلکي زده کړو او روزنې فدرالي انسټیټیوټ (BIBB) له براون شویګ تخنیکي پوهنتون سره په همکارۍ بشپړه کړې ده.
څیړنکو له ۸۰۰۰ داسې کسانو سره مرکې کړي دي چې په آلمان کې دنده ترسره کوي. د دغو کارګرو او کارمندانو په اړه معلومات په ۲۰۱۷ او ۲۰۱۸ م کلونو کې راټول کړای شوي ول. دا خبره هم مهمه ده چې دغه ټول معلومات د کرونا وبا له خپریدو مخکې جمع شوي وو.
د دغې څیړنې له مخې نږدې لس سلنه (۹،۸%) کسانو ویلي دي چې «د کار روږدي یا معتاده» دي، په داسې حال کې چې ۳۳ سلنه یي د کار کولو عادت لري، خو په اصطلاح روږدي پرې نه دي. ۶۰ سلنه کارګرو ویلي دي چې د دوی د کار کولو طریقه دا ده چې ډیر آرامه او په سکون سره کار کوي.
له دې څیړنې څخه دا هم معلومه شوې ده چې ښځې د سړو په مقابل کې له کار کولو سره ډیره مينه لري یا په اصطلاح پر روږدي دي. په ښځو کې دا فیصدي یولسو ته (۱۰،۸%) نږدې ده.
له ۱۵ تر ۲۴ کلنو پورې عمر لرونکي تنکي ځوانان د ۵۵ تر ۶۴ کلونو عمر لرونکو لویانو په پرتله په کار کې مصروفه پاتې کیدو ته ډیره لیوالتیا لري. په کم عمره کسانو کې د جنون تر حده له کار سره د لیوالتیا کچه ۱۲،۶ سلنه، په داسې حال کې چې په ډیر عمر لرونکو کسانو کې دغه کچه بیا ۷،۹ سلنې ته رسیږي.
په کومو دندو کې پر کار د روږدې کیدو خطر ډیر دی
د دې څیړنې په اساس په شخصي کاروبار درلودونکو کسانو کې پر کار د روږدې کیدو خطر زیات دی. ۱۲ سلنه د شخصي کاروبار په څارونکو او منیجرانو کې په کار د روږدې کیدو خواص موندل کیږي، په داسې حال کې چې په غیر منیجرانو کې بیا دغه تناسب ۸،۷ سلنه دی.
د دې څیړنې له مخې په لوړو پوسټونو کې د کارکوونکو په منځ کې پر کار د روږدې کیدو خواص ډیر لیدل کیږي.
په دې څیړنه کې د کار عادت لرونکي کسان په دوو کټګوریو ویشل شوي دي. په دې کې یو ایډکټو (addictive) یا روږدي او بل یي کمپلسِو(compulsive) یا اجباري دي. په ایډکټو کې د ډیر کار کولو عمومي عادت په پام کې نیول شوی دی په داسې حال کې چې په کمپلسِو کې په پرله پسې ډول په کار کې مشغول کسان درجه بندي شوي دي.
د لومړي ځل له پاره د ورک اهولک یا پر کار د روږديتوب اصطلاح کارونه، د مشهور امریکایي روان پیژندونکي وائن اویتس له خوا په ۱۹۷۱م کال کې پيل شوې وه.
آژانسونه: ش.ن/ ا. و. ا