د نجونو پر زده کړې۹۰ سلني ملاتړ سربیره، د طالبانو مخالفت
۱۴۰۴ شهریور ۱۰, دوشنبهد ملګرو ملتونو سازمان د ښځو څانګې د یوې نظرپوښتنې د پایلو په خپرولو سره ویلي دي چې د افغانستان اکثریت خلک په دغه هیواد کې د نجونو د زده کړې ملاتړ کوي.
دغه رپوټ چې د ټول هیواد په کچه د تر ۲۰۰۰ ډیرو کسانو نظر په کې اخستل شوی، ښيې چې ۹۰ سلنه د ګډون کوونکو د نجونو زده کړې ډیرې مهمې بللي او ترينه ملاتړ کوي.
د دغه رپوټ موندنې ښیې چې د نجونو له زده کړې څخه ملاتړ په ښارونو او کلیو کې نږدې یوشان دی. په ښارونو کې ۹۵ سلنه نارينه او ښځې او په کلیو کې ۹۵ سلنه ښځې او ۸۷ سلنه نارينه د نجونو له تحصیل سره موافق دي.
د ملګرو ملتونو سازمان د ښځو د بشردوستانه چارو مسئولې صوفیا کالترپ، د جمعې په ورځ په یوه خبري کنفرانس کې وویل: «دا واضح ده: پر موجوده ممانعتونو سربیره، د افغانستان خلک غواړي چې نجونې یې د زده کړو له حقونو څخه برخمنې اوسي.»
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان د ښځو د برخې استازې سوزان فرګوسن ویلي: «لومړی خبره چې نجونې یې تل موږ ته کوي دا ده چې دوی د زده کړو تږي دي او یوازې د تحصیل دوام غواړي. کورنۍ هم د خپلو نجونو د دې هیلې پوره کیدل غواړي. ځکه په دې خبره ډیر ښه پوهیږي چې سواد او زده کړه کولی شي د یوې نجلۍ ژوند په داسې یوه هیواد کې چې نیمایي وګړي یې په فقر کې ژوند کوي، بدل کړي.»
خو ولې طالبانو د نجونو د زده کړې مخه نیسي؟
د ملګرو ملتونو سازمان او ملي بنسټونو پر پرله پسې غوښتنو سربیره، طالبانو په تیرو څلورو کلونو تر شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځیو او پوهنتونونو د پرانیستلو له پاره هیڅ اقدام نه دی کړی او محدودیتونه یې سخت کړي دي.
طالبانو په پرله پسې ډول ویلي دي چې د نجونو د تحصیل موضوع د افغانستان داخلي مسئله ده او ځنې وختونه یې ویلي دي چې د افغانستان خلک له کلتوري پلوه د نجونو د زده کړې طرفداره نه دي.
د طالبانو ویاندان حتی په دې وروستیو کې د نجونو د زده کړې په هکله له خبرو کولو څخه ډډه کوي.
د افغانستان د معارف وزارت پخوانی ویاند داکتر سردار محمد رحیمي وایي: دا چې د افغانستان اکثریت خلک د نجونو د زده کړې ملاتړ کوي، نوی خبره نه ده. د هغه په وینا په هغو سروې ګانو او نظر سنجیو کې چې د جمهوریت په وختونو کې په ختیځ او سویلي ولایتونو کې له خوست او نیمروز نیولې بیا تر کندهاره پورې شوې وې، کورنۍ په ځانګړي توګه نجونې او ښځې د تعلیم او تحصیل علاقمندانې دي او په خپلو سیمو کې به یې د روزنیزو مرکزونو د پرانیستل کیدو غوښتنه کوله.
نوموړی په دې هکله وایي: «طالبان تل هڅه کوي له شریعت څخه د خپل تفسیر له مخې دا د افغانستان پر خلکو او نړیوالې ټولنې تحمیل کړي چې دا د افغانستان د خلکو د کلتور یوه برخه ده، په داسې حال کې چې د حکومتونو کار دا دی چې خلک تعلیم او زده کړې ته وهڅوي.»
ولې طالبان د نجونو د تعلیم ممنوعیت ته د افغانستان د خلکو له کلتور سره ربط ورکوي؟
د معارف وزارت پخواني معین په دې اړه چې ولې طالبان دې موضوع ته د افغانستان د خلکو له کلتور سره ربط ورکوي وویل: «نه یوازې دا چې د طالبانو دغه برداشت د افغانستان له ټولنې سره همغږي نه لري، بلکې دوی عملاً یوه سیاسي پروژه او د شریعت په نوم د دوی په خپل ذهن یو سخت ګیرانه مذهبي پروګرام د افغانستان پر خلکو تحمیلوي. خو دا نه هم له عیني واقعیتونو او نه هم له هغو واقعیتونو سره همغږې لري چې صورت نیسي.»
د اسلامي چارو یو شمیر کارپوهان په دې باور دي چې د طالبانو له خوا له کلتور او شریعت سره دې موضوع ته ربط ورکول هیڅ واقعي دلیل نه لري.
د پوهنتون استاد او د علماو د نړیوالې شورا غړی داکتر فضل هادي وزین د ملګرو ملتونو سازمان د ښځو د برخې تازه سروی او رپوټ ته په اشارې سره وایي چې د دې رپوټ په خپریدو سره، طالبانو ته د نجونو د زده کړې ممنوعیت له پاره کومه بله بهانه نه پاتې کیږي.
نوموړی زیاتوي: «دغه نوې سروی په ښه ډول څرګندوي او ټینګار کوي چې د افغانستان اکثریت او ټول خلک د علم او زده کړې، ښوونځیو او پوهنتونو ته د نجونو د ورتګ طرفداره دي. ځکه نو د طالبانو له پاره هیڅ کومه بله بهانه نه پاتې کیږي چې د کلتور او فرهنګ په نوم د افغانستان خلک یرغمل ونیسي او پرې نږدې چې د افغانستان نیمایي نفوس او په میلیونونو نجونې د زده کړې له نعمت څخه محرومې شي.»
د علماو د نړیوالې شورا دغه غړی زیاتوي چې یوازې د ګوتو په شمیر طالبان د نجونو او ښځو د زده کړې پلويان نه دي.
پر ښځو د محدویتونو منفي اغیزې
د ملګرو ملتونو سازمان د ښځو څانګې په خپل دې رپوټ کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې پر ښځو د دغو محدودیتونو منفي اغیزې په تفصیلي ډول ارزولي دي.
په هغو سیمو کې چې په غیر دولتي سازمانونو کې د ښځو د کار ممنوعیت عملي کیږي ۹۷ سلنه ښځو ویلي دي چې دغو محدودیتونو د دوی ورځنی ژوند ډیر زیات اغیزمن کړی دی.
په افغانستان کې فعال تر نیمایي ډیرو غیر دولتي داخلي او نړیوالو سازمانونو هم ویلي دي چې دغو محدودیتونو په دغه هیواد کې ښځو او نجونو ته د حیاتي خدماتو د وړاندې کیدو مخه نیولې ده.
سربیره پر دې په دغه رپوټ کې ۴۰ سلنه ښځو په راتلونکي کې مثبت تغیر او جنسیتي برابرۍ ته هیله مندي ښودلې ده. سره له دې نږدې ۳ پر ۴ ښځو خپل رواني وضعیت ډیر خراب بللی دی.
سره له دې ټولو د ښځو او نجونو پر کار او تعلیم د طالبانو محدودیتونه په پرله پسې ډول مخ پر زیاتیدو دي. په دې وروستیو کې د طالبانو مشر د معارف او لوړو زده کړو وزاتونو ته د یوه شفاهي فرمان په صادرولو سره په دیني مدرسو کې هم د نجونو پر زده کړې بندیز لګولی دی.