د ډله ایزو مظاهرو په مسلکي کولو کې د ټولنیزو شبکو نقش
۱۴۰۰ بهمن ۲, شنبهپه دې وروستیو کې د یوې څیړنې پایلې خپرې شوي دي چې د کارپوهانو د یوې ۵۰ کسیزې ډلې له خوا د ۱۶۲ موضوعاتو په اړه د مظاهرو ۱۶،۵۰۰ موارد په کې ارزول شوي دي.
دغه څیړنه د امریکا متحده ایالاتو د نیویارک ایالت په بینګهامتون پوهنتون کې د سیاست پروفیسور دیوید کلارک، په مشرۍ ترسره شوې ده. کلارک د خپل ژوند ۸ کاله د نړۍ په مختلفو هیوادونو کې د ډله ایزو اعتراضونو موضوع ته وقف کړی دی.
په دې څیړنه کې د ۱۹۹۰ کال را په دیخوا د مظاهرو معلومات ارزول شوي دي. د یادونې وړ ده چې په دې څیړنه کې پخپله په متحده ایالاتو کې لاریونونو ته اشاره نه ده شوې.
کلارک پوښتنه کوي چې اعتراض کوونکي د څه په لټه کې دي؟ څه شی د دې سبب کیږي چې دوی د اعتراضونو له پاره سړکونو ته راوځي؟ څه شی د اعتراضونو اور ته لمن وهي؟ او حکومتونه د دغو اعتراضونو سره د مقابلې له پاره له کومو میتودونو څخه کار اخلي؟ دا ټول د یادې څیړنې محوري ټکې شمیرل کیږي.
د ټولنیزو شبکو نقش
د دیوید کلارک او ترسره شوې څیړنې په اساس، اعتراضونه له ټولنیزو شبکو څخه د استفادې په دلیل په نامتمرکز ډول سازمان دهي کیږي. هغه اعتراضونه چې مشخص رهبر نه لري.
بل لور ته هغه اعتراضونه چې په تیره لسیزه کې په مختلفو هیوادونو کې ترسره شوي دي، د پخوانیو اعتراضونو په پرتله ډیر بریالي و او د پخوانیو مظاهرو په پرتله په کې تاوتریخوالي ته کمه لیوالتیا لیدل کیږي.
د دغو اعتراضونو سوله ایز او په عین حال کې جالب ډولونه، د بیلګې په توګه په پیرو هیواد کې د لوڅو باسیکل چلوونکو اعتراض او یا هم هانګ کانګ کې میلیوني اعتراضونه، د استبدادي حکومتونو له خوا له تاوتریخوالي ډک چلند سره د سرکوبه کولو امکان کموي.
بل لور ته د حکومت د قهرجن چلند په صورت کې، مظاهره کوونکي له ټولنیزو شبکو څخه په استفادې د اعتراضونو د سرکوبه کولو انځورونه او ویډیوګانې شیېر کوي او همدا موضوع کیدای شي سرکوبه کوونکو حکومتونو ته د درد سر پیدا کولو سبب شي.
دیوید کلارک همدارنګه د سرکوبه کونکو استبدادي حکومتونو له خوا له ټولنیزو شبکو څخه د ناوړه استفادې خبره هم کړې ده او په ایران کې د اعتراضونو د سرکوبه کولو بیلګه وړاندې کوي.
دغه کارپوه وایي چې د ایران حکومت نه یوازې د مظاهرو د پراخوالي د مخنیوي له پاره انټرنټ او ټولنیزو شبکو ته د خلکو لاس رسی محدودوي، بلکې حتی په دغو شبکو کې له موجودو اطلاعاتو څخه په استفادې د معترضینو د تعقیب او نیولو له پاره کار اخلي.
آژانسونه: ش.ن/ خ.ح