سيپري: عربستان تر ټولو ډېري وسلې رانيولي
۱۳۹۹ اسفند ۲۵, دوشنبهپه ستاکهولم کې د سولې څېړنیزې موسسې «سيپري» د رپوټ په حواله چې د دوشنبې په ورځ (د مارچ ۱۵ نيټه) خپور شوی، د ۲۰۱۶ م او ۲۰۲۰ م کال تر منځ موده کې په ټوله کې د پلورل شويو وسلو ۳۷ سلنه یې امريکايي وسلې وې چې کابو نيمايي یې د منځني ختيځ پر هېوادونو پلورل شوي دي.
زياته شوې چې د امريکا د وسلو صادرات له ۲۰۱۱م څخه تر ۲۰۱۵م کال پورې مودې په پرتله ۱۵ سلنه ډېر شوي دي.
د سيپري په حواله د ۲۰۱۶ م او ۲۰۲۰ م کال تر منځ موده کې د انتقال شوې وسلې په حجم کې زياتوالی نه دی راغلی. دا له ۲۰۰۱م تر ۲۰۰۵م کال راهيسې لومړی ځل دی چې د «هېوادونو ترمنځ د وسلو د تحويل حجم» چې د تقاضا مقياس دی، د تیرو پنځو کلونو په پرتله نه دی لوړ شوی.
امريکا متحده ايالاتو، فرانسې او آلمان چې د وسلو ستر صادروونکي هيوادونه دي، د وسلو صادرات ډېر کړي خو د روسيې او چين صادرات بيا را کم شوي دي.
خو د رپوټ په حواله روسيه سره له دې هم تر امريکا وروسته دويم ستر صادروونکی هيواد دی. فرانسه بيا په دې برخه کې دريم مقام لري. د سيپري په رپوت کې ويل شوي چې د روسیې د وسلې څرخلاو د هند له خوا د وسلو په وارداتو کې د کمښت له کبله لږ شوی دی.
سعودي عربستان د وسلو ستر رانيوونکی
په تیرو کابو لسو کلونو کې د منځني ختیځ هيوادونه ډېرې وسلې واردوي او په دې برخه کې تر ۲۵ فيصده زيات ډېروالی ليدل شوی دی.
سعودي عربستان چې په نړۍ کې د وسلو ستر واردوونکی هيواد دی، واردات یې ۶۱ سلنه او د قطر واردات بيا آن ۳۶۱ سلنه لوړ شوي دي.
متحده عربي اماراتو په همدې وروستيو کې له امريکا متحده ایالاتو څخه د پنځوسو ايف – ۳۵ جټ او تر ۱۸ زياتو بې پېلوټه الوتکو د رانیولو د ۲۳ ميلياردو ډالرو يو تړون لاسليک کړ.
د آسيا او د اوشيانا ټاپوګان د وسلو تر ټولو ډېر واردات لري. هند، استرليا، چين، جنوبي کوريا او پاکستان د دغه سيمو د وسلو ستر رانيوونکي ول.
د سيپري موسسې يوه څېړونکي سيمون وازمن وويل: «د آسيا او اوشيانا له خوا د وسلو د وارداتو د زياتیدو علت چين ته د يوه مخ پر پراخيدونکي ګواښ په توګه له کتلو سره تړاو لري.»
د کوويد – ۱۹ اغیز؟
سيپري ويلي چې په دې اړه څه ويل به تر وخت مخکي وي چې آیا د کوويد- ۱۹ وبا له وجې به رامنځته شوي اقتصادي رکود د وسلې صادرات کم کړي.
وازمن وويل: «د کوويد -۱۹ د اقتصادي اغیزو له کبله به ښايي ځيني هيوادونه په راتلونکو کلونو کې دې ته اړ کړي چې د وسلو پر خپلو صادراتو غور وکړي. خو بيا هم په عين حال کې آن په ۲۰۲۰ م کال کې د وبا د اوج پر وخت، يو شمير هېوادونو د وسلو د رانيولو ستر تړونونه لاسليک کړل.»
ب. ص/ ن. ز (dpa, Reuters)
زموږ له آرشيف څخه: