نایجریا: پر مسجد حمله کې د وژل شوو کسانو شمېر ۵۰ ته لوړ شوی
۱۴۰۴ مرداد ۲۹, چهارشنبهدغه حمله د سه شنبې په ورځ وختي د نایجریا د شمالغربي ولایت کتسینا په یوه لرې پروت کلي، مالومفاشي، کې هغه مهال وشوه چې خلکو په مسجد کې د سهار لمونځ کاوه.
عيني شاهدانو ویلي حمله کونکي چې پر موټرسایکلونو راورسېدل چې مسجد ته داخل او په لمونځ کونکو ېې ډزې وکړې او بیا د کلي له منځه وتښتېدل.
«تر ټولو وحشیانه حمله»
د مالومفاشي د کلي یوه استازي امین الابراهیم وویل چې لږ تر لږه ۳۰ کسان وژل شوي او ۲۰ نور ژوندي سوځول شوي دي. هغه پر اونګووان مانتاو ټولنې باندې د شوو حملو په لړ کې دا تر ټولو وحشیانه حمله وښوده.
نور ولولۍ: په نایجریا کې ۲۷ سرتېري او د سوډان پر یوه روغتون حمله کې ۷۰ کسان وژل شوي
د کستینا ولایت د پولیسو ویاند، ابوبکر صدیق علیو، وویل چې پولیسو حمله کونکي تعقیب کړل او پر دوو کلیو ېې د هغوی د حملو د پلان مخه ونیوله خو په خبره یې حمله کونکو د تېښتې پر مهال پر ځايي اوسېدونکو ډزې کولې.
ویاند زیاته کړه چې سېمې ته د امنيتي ځواکونو تر رسېدو مخکې يو شمېر کورونه وسوځېدل.
د پېښې عيني شاهدان
عيني شاهدانو ويلي چې د حمله کونکو له خوا ېې د ښځو او ماشومان پر ځمکه د کش کولو زړه بوږنونکې صحنې ليدلي دي. د محمد عبداللهي په نوم يوه ځايي اوسېدونکي وویل: «هغوی په داسې حال کې د مسجد په منځ کې ډزې وکړې چې خلکو لمونځ کاوه.» هغه زیاته کړه: «زما ګاونډی ووژل شو، ما طالع وکړې چې وختي نه وم وتلی.»