افغانستان: په وروستيو اورښتونو کې ډېر کسان مړه شوي
۱۴۰۳ اسفند ۸, چهارشنبهد طالبانو ادارې پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت چارواکو د چهارشنبې په ورځ وويل چې د افغانستان په دريو ولایتونو کې د ژلۍ او اورښتونو له کبله د مړو شمېر ۳۹ کسانو ته رسېدلی دی.
په فراه ولایت کې د سې شنبې په ورځ سېلابونو ۲۱ کسان يووړل، په داسې حال کې چې درې نور هغه وخت مړه شول چې د سختې ژلۍ له کبله یې کور ونړېد.
په هلمند ولايت کې هم د يوه ماشوم په ګدون ۶ کسان مړه شوي دي. ويل شوي دي چې دغه ماشوم د تندر غورځېدو له کبله مړ شوی دی. په کندهار ولايت کې هم د ۹ کسانو د مړينې خبر ورکړل شوی.
د افغانستان يو شمير ولایتونه له اوږدې مودې وچکالۍ سره لاس او ګريوان دي چې د فراه سېلاب ځپلی ولايت هم پکې شامل دی.
د طالبانو ادارې پېښو ته د رسېدګۍ چارو وزارت وياند عبدالله جان سايق، وويل: «په ډېرو ولايتونو کې په دوامداره توګه واوره او باران وريږي چې وچکالي یې راکمه کړې ده.»
نوموړي زياته کړه: «دا به د اوبو زيرمي غني کړي. زراعت ته به وده ورکړي او پر څاريو به هم مثبته اغیزه ولري.»
د اقليم د بدلون پایلې
افغانستان له څو لسیزو جګړو وروسته د نړۍ په بې وزلو هېوادونو کې شميرل کیږي او په ځانګړي توګه د اقليم بدلون د پايلو پر وړاندې خورا زيان منوونکی دی چې د کارپوهانو په خبره دلته د موسمونو د شديدو باعث کيږي.
افغانستان د اقليم بدلون د پایلو له کبله د شپږم ډېر زيان منونکي هېواد په توګه درجه بندی شوی دی.
د ملګرو ملتونو په حواله وچکالي، سېلابونه، د ځمکې ښوېدنه او د زراعتي محصولاتو کمښت هغه مهم ګواښونه دي چې دا هېواد ورسره مخامخ دی.
په افغانستان کې د تېر کال په می میاشت کې سېلابونو څو سوه کسان مړه کړل او پراخه زراعتي ځمکه یې لاندې کړې وه، په داسې يوه هېواد کې تر ۸۰ سلنه ډېر خلک یې د خپل ژوند له پاره پر کرهنه باندې تکیه کوي.