د چک ولسمشر څلور تورن چکي سرتيري معاف کړل
۱۴۰۴ اردیبهشت ۳۱, چهارشنبهد چک د ولسمشرۍ دفتر د چهارشنبې په ورځ (د می ۲۱مه) وویل چې یاد څلور چکي سرتیري چې د یوه افغان سرتیري د قتل اړوند مرتکبو جرمونو په تور له محاکمې سره مخ ول، د ولسمشر له لوري معاف کړل شوي دي.
رويټرز خبري آژانس له پراګه ليکي چې د چک د ولسمشر دفتر په دې هکله ليکلي چې «په دقیقه توګه د دغې قضي د ټولو اړخونو تر څېړنو وروسته، د چک جمهوريت ولسمشر په ځانګړي توګه د جګړې هغه غير عادي وضعيت په نظر کې ونيوه چې په ترڅ کې دغه تر تحقيقاتو لاندې پېښه رامنځته شوې وه او دې واقعیت ته په کتو چې دغه سرتيري په اصل کې په تاوتريخوالي تورن نه دي.»
ورته نور ولولئ: د چک جمهوریت ۴ سرتيري د یو افغان د قتل په تور محاکمه کوي
د دغې پېښې رپوټ په لومړي ځل په کال ۲۰۱۸ کې نیویارک ټایمز ورځپاڼې خپور کړ. په رپوټونو کې په دغه پېښه کې د افغانستان د پخواني حکومت د وژل شوي افغان سرتيري نوم وحیدالله خان ښودل شوی چې د ۱۹ کلونو و.
په دغه رپوټ کې دغه راز د چکي او امریکايي ځواکونو له خوا د هغه د شکنجې او بیا یې افغان ځواکونو ته د سپارلو، بې هوښه کېدو او څو ساعته وروسته د مړينې خبرې هم راغلې وې. هغه وخت هم داسې ويل کېده چې دغې قضیې سره په تړاو امریکايي او چکي ځواکونه تر تحقیقاتو لاندې نيول شوي دي.
نور ولولئ: آلمان: د افغان بريدگر په بريد کې ژوبل آلماني پوليس وضعيت خراب دی
د چک جمهوریت پوځ له ۲۰۰۲ تر ۲۰۲۱پورې په افغانستان کې حضور درلود. دغو ځواکونو د ناټو تر قوماندې لاندې د مرستندویه امنيتي ځواکونو (آیساف) د ماموریت یوه برخه وه. آیساف نړېوال ماموریت د افغانستان له پخواني حکومت سره د امنيت، بیارغونې او د افغان امنيتي ځواکونو په روزنه کې فعالیت درولود.