هند: د مغل پاچا اورنګزيب د مقبرې لانجه پراخه شوې
۱۴۰۳ اسفند ۲۸, سهشنبهپه هند کې د هندو سختدريځو سازمانونو له لوري د ۱۷مې پيړۍ د مغل پاچا اورنګزيب مقبره له مهاراشټر ایالت څخه يوه بل ایالت ته د انتقالولو د غوښتنې له کبله د دوشنبې په ورځ (۲۰۲۵م کال د مارچ ۱۷) د ناګپور ښار په يو شمیر سيمو کې اخ و ډب رامنځته شو.
تر دې تاوتريخوالي وروسته د ناګپور ښار په يو شمیر سيمو کې ګرځبندیز اعلان شو.
پوليسو ويلي دي چې وضعيت اوس آرام دی او عمليات روان دي چې په ترڅ کې یې یو شمير کسان نيول شوي دي.
د مغل پاچا اورنګزيب مقبره د مهاراشتر ايالت په اورنګ آباد سيمه کې ده. د هند برحاله حکومتي هندو ملتپال ګوند اوس د دې سیمې نوم په چهترپتي سمبهاجي نګر باندې اړولی دی.
د مهاراشټر ايالت اعلی وزیر ديويندر فړنويس، له خلکو د آرامه پاتېدو او له پوليسو سره د همکارۍ غوښتنه کړې ده. همدا شان له خلکو غوښتنه شوې ده چې پر ګونګوسو او اوازو باندې باور ونه کړي.
څه پېښ شوي ول؟
د معلوماتو په حواله د »وشو هندو پريشد« او »بجرنګ دل« د افراطي ډلو پلويان د ناګپور په محلي سيمه کې د مراهټي واکمن شیواجي مهاراج مجسمې ته څيرمه راټول شوي ول او له مهاراشټر ايالت څخه یې د اورنګزیب د مقبرې د انتقالولو غوښتنه کوله.
اړونده موضوع: هند کې د تاوتریخوالي له کبله ۳۰ تنه وژل شوي
دې کسانو احتمالاً پارونکې نعرې وهلې او د اورنګزيب انځور او په يوه زرغون ټکر کې يوه سمبوليک قبر [ زرغون ټوکر چې په وښو ډک شوی وو] ته اور ورته کړی وو.
د معلوماتو په حواله د زرغون ټوکر له سوځولو سره داسې ګونګوسي رامنځته شول چې پر دې د قرآن شريف آیايتونه لیکل شوي چې تر هغه وروسته په سيمه کې ترینګلتیا رامنځته شوه.
د «پي ټي آی» د خبري آژانس په حواله اخ و ډب رامنځته شو او يو شمیر کسان ټپیان شول. په دې ترڅ کې يو شمير پوليس هم ټپيان شول.
پوليسو څه نا څه ۵۰ کسان نیولی دي او په سيمه کې ډېر شمیر امنيتي ځواکونه ځای پر ځای شوي دي.
د اپوزيسيون تورونه
اپوزيسيون د تاوتريخوالي د پېښو له کبله پر حکومت نيوکې وکړې. د شيو سينا (يو بي ټي) ګوند د پارلمان غړي اديته ټاکرې، د ايکس په يوه پوست کې لیکلي: «د دولت امن او امان سقوط کړی دی داسې څه تر دې دمخه هیڅکله نه وو پېښ شوي.»
د ان سي پي ګوند د پارلمان غړي سپريیا سولې، هم وويل چې په ناګپور کې تاوتريخوالی د تاسف وړ دی.
د کانګرس ګوند يوه مشر او د رسنیو د برخې مسئول پون کهيړا، وويل چې ناګپور ښار د خپل موجوديت په ۳۰۰ کلونو کې هیڅکله هم د دې ډول تاوتريخوالي شاهد نه وو.
دا لانجه کله پېل شوه؟
د مغل پاچا اورنګزيب، د يوه لانجمن شخصيت او يوه ظالم واکمن په توګه د وړاندې کولو د هندو ملتپالو سازمانونو هڅې له اوږدې مودې راهېسې دوام لري.
دا تازه لانجه تېره میاشت د سماج وادي ګوند د مشر ابو عاصم اعظمي، له هغه څرګندونو وروسته پېل شوه چې په ترڅ کې نوموړي ويلي ول چې دغه مغل پاچا يو ښه منتظم وو خو په تاريخ کې په ناسمه توګه وړاندې کړل شوی دی.
نوموړي دا څرګندونې د وکي کوشل د «چهاوا» په نوم فلم په ترڅ کې کړې وې چې پکې پر مراهټي واکمن سمبهاجي مهاراج باندې د اورنګزيب احتمالي تشدد ښوول شوی وو. نندارې ته د فلم تر وړاندې کولو وروسته د هند په بېلا بېلو برخو کې د اورنګزیب پر ضد مظاهرې وشوې.
اړونده موضوع: هند: د بابري مسجد پر ځای رام مندر پرانېستل شو
پوليسو د اعظمي، د احتمالي څرګندونو له وجې د نوموړي پر وړاندې د اقامې دعوې هم ثبت کړې خو محکمې هغه ته وار د مخه ضمانت ورکړی وو.
دا لانجه هغه وخت نوره هم پراخه شوه کله چې ځينو هندو ډلو ګواښ وکړ چې د اورنګزيب، قبر به وران کړل شي او د «بابري مسجد» په څېر چلند به ورسره وشي.
د يادو وړ ده چې تندلارو هندوانو په ۱۹۹۲م کال کې په اجودهيا کې پروت بابري مسجد ړنګ کړی وو.