ایران دوه کسان له «مجاهدین خلق» سره د اړیکو په تور اعدام کړل
۱۴۰۴ مرداد ۵, یکشنبهد ایران قضایه قوې اعلان کړی دی چې دوه کسان یې له محکومه کیدو وروسته د یکشنبې (د جولای میاشتې ۲۷ نیټه) په سهار اعدام کړي دي.
د میزان انلاین خبري آژانس د ایران د قضایه قوې اړوند رپوټ ورکړی دی: «د دې ترهګرې ډلې د دوو غړو د اعدامولو احکام د قانوني پړاونو له بشپړیدو او سترې محکمې له تایید وروسته عملي شول.»
دغه دوه کسان چې مهدي حسني او بهروز احساني اسلاملو معرفي شوي، د ایران د محکمې له خوا د لاس په وسیله د توغندیو او هاوانونو توغوونکو وسلو په جوړولو او داسې بریدونو په ترسره کولو مجرم پيژندل شوي، چې ملکي خلک، کورونه، عامه او خیریه موسیسات په نښه کوي.
قضایه قوې اعلان وکړ چې د هغوی هدف «ټولنیز نظم خرابول او د بې ګناه اتباعو د امنیت په خطر» کې اچول و.
دغه دواړه کسان له مجاهدین خلق ډلې سره، چې ایران یې یوه ترهګریزه ډله بولي له اوږدې مودې راهیسې په اړیکو درلودلو تورن شوي دي.
چارواکو ویلي دي چې دغو دوو کسانو په تهران کې له یوه امن کور څخه فعالیت درلود او تخریبوونکي تبلیغات، د هغو له ډلې څخه د مجاهدین خلق پورې اړوندو کانالونو کې د خپلو فعالیتونو ویډیوګانې به یې خپرولې.
دغه دوه کسان د بغاوت یا وسله وال شورش، «له خدای ج سره په جګړه» او د ملي امنیت د کمزورې کولو له پاره په توطیو جوړولو تورن شوي دي.
په ایران کې د جدي جرایمو له پاره په پراخه پیمانه د اعدام سزا عملي کیږي. د بشري حقونو ډلې د هغو له جملې څخه د بخښنې نړیوال سازمان وایي چې ایران له چین وروسته په نړۍ کې د اعدامونو تر ټولو لوړ شمیر لري.
په ایران کې اعدامونه معمولاً سهار وختي او په دار زړولو سره ترسره کیږي.