هند: د يو معبد ګڼه ګوڼه کې ۶ کسان مړه شوي
۱۴۰۴ مرداد ۵, یکشنبهد هندي چارواکو په وینا په هاریدوار زیارتي ښار کې دغه پيښه وروسته له هغې رامنځته شوه چې د قوي فشار بریښنا یو لین یا سیم د معبد په مسیر کې را وغورځید. د برق سیم غورځیدل دغه معبد ته د راتلونکو کسانو په ګڼه ګوڼه کې د هرج و مرج رامنځته کیدو سبب شو.
د پولیسو یوه لوړپوړي چارواکي پرامندرا سینګ وویل چې په دې پيښه کې ۶ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او شاوخوا ۲۹ کسان ټپیان شوي دي.
په اوتاراکند ایالت کې یوه لوړپوړي چارواکي وینای شنکر پانډی، د دغو شپږو کسانو مړینه تاییده کړې ده. پانډی زیاته کړې ده چې د سیم له را غورځیدو وروسته عبادت کوونکو د خپل ځان د ژغورنې په خاطر په بیړه تیښته وکړه چې دا د دې سبب شو چې دغه کسان د خلکو د پيښو لاندې خپل ژوند له لاسه ورکړي.
سمیه ایزو چارواکو همدارنګه زیاته کړې ده چې له پيښې سمدستي وروسته پولیس او ژغورونکې عمله سیمې ته ورسیدل او د ژغورنې عملیات پيل شول. ټپیان نږدې روغتون ته انتقال کړای شوي دي.
د هاریدوار ښار هر کال په میلیونونو زیارت کوونکي ځان ته را جلبوي. د مانسا دیوي معبد چې یوازې د تله کابین یا برقي هوایي زانګو او پلی یا په پښپو مزل کوونکو ته د لاس رسي وړ دی، یو مهم زیارتي مقام دی چې د شراوان مراسمو په اوږدو کې هره ورځ ورته زرګونه زیارت کوونکي ورځي.
په مذهبي مراسمو کې ګڼه ګوڼه، چیرې چې ډلې ډلې خلک په معابدونو او زیارتونو کې را ټولیږي په هند کې غیر معمول نه ده. دغه را ټولیدنې ځینې وختونه سیمه ایز زیربناوې او امنیتي اقدمات تر سیوري لاندې راولي.