عمرزي د الراونډرانو په کتار کې لومړی ځای خپل کړو
۱۴۰۳ اسفند ۱۵, چهارشنبهد کرېکټ نړیوالې شورا یا «ای سي سي» په یوې تازه درجه بندۍ کې د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې پیاوړي لوبغاړي عظمت الله عمرزي د نړیوالو یو ورځنیو سیالیو د الراونډرانو په کتار کې لومړی مقام ګټلی دی.
د کرېکټ نړیوالې شورا نن د خپلې رسمي پاڼې له لارې د یو ورځنیو سیالیو ځینې تازه درجه بندۍ خپرې کړي، چې د چمپینز ټرافي وروستیو سیالیو ته په کتو پکې ګڼ بدلونونه لېدل کېږي.
عظمت الله عمرزي د چمپینز ټرافي په سیالیو کې د انګلستان ملي لوبډلې پر وړاندې لوبه کې په لومړي ځل پنځه ویکټې واخېستې او همدا رنګه د افغانستان او استرالیا په لوبه کې د ښې توپ وهنې له امله ځلیدلی. د افغانستان بل پیاوړی لوبغاړی محمد نبيله لومړي مقامه دویم مقام ته راښکته شوی.
عظمت الله عمرزی له دې وړاندې د کرېکټ نړیوالې شورا (ای سي سي) له لوري د ۲۰۲۴م کال د یو ورځنیو سیالیو د غوره لوبغاړي جایزه هم ګټلې وه.
د یادونې وړ ده چې د ورځنیو سیالیو په دې تازه درجه بندۍ کې د افغانستان بل وتلی لوبغاړی راشد خان شپږم مقام لري.