پوځ: پر اورګاډي برید کې د وژل شوو کسانو شمېر ۳۱ ته لوړ شوی
۱۴۰۳ اسفند ۲۵, شنبهد پاکستان پوځ وايي په بلوچستان ایالت کې پر یو اورګاډي د بلوچ بيلتون غوښتونکو د سه شنبې ورځې برید کې د وژل شوو کسانو شمېر ۳۱ ته لوړ شوی. په سر کې د وژل شوو شمېر ۲۵ ښودل شوی و.
بلوچ لیبریشن آرمي (BLA) یا بلوچ بېلتون غوښتونکې ډلې د سه شنبې په ورځ د بلوچستان ایالت په یوه غرنۍ علاقه کې د جعفر ایکسپریس په نوم اورګاډي باندې حمله وکړه او سورلې ېې یرغمل کړې. دغې ډلې په یوه اعلامیه کې وويل چې جنګیالي ېې له ۲۱۴ یرغملانو سره له سيمې وتښتېدل چې له هغه وخت راهیسې يې ټول یرغملان اعدام کړي. په اعلامیه کې په دې هکله نور جزئيات نه دي ورکړل شوي.
ورته نور ولولئ: بلوچستان کې پر ريلګاډي بريد؛ امنيتي چارواکي وايي د ټولو بريدګرو په وژلو سره یې برمته پای ته رسولې
د پاکستان د پوځ ویاند، احمد شریف چوهدري وویل چې د پوځ سرتېرو د ۳۳ وسله وال په وژلو ۳۵۴ تنه یرغمل شوي کسان وژغورل او محاصره ېې پای ته رسولې ده. چوهدري ډاډ ورکړ چې بلوچ بیلتون غوښتونکو سره د پېښې نور یرغملان نه دي پاتي.
چوهدري وویل چې دغه ۳۳ کسان د حملې پر مهال او د ژغورنې عملیاتو په جریان کې وژل شوي چې په هغو کې ۳۲ عسکر، ۳ د اورګاډي کارکوونکي او ۵ مساپر شامل دي. تر دې مخکې د وژل شوو شمېر ۲۵ ښودل شوی وو.
د پوځ ویاند زیاته کړه چې داسې شواهد ېې ترلاسه کړي چې ښيي افغانستان او هندوستان له دغو جنګیالو ملاتړ کوي. هندوستان او افغانستان دواړو د پاکستان دغه ادعا رد کړې ده.
ورته نور ولولئ: بلوچستان: پر ریل په برید کې ډېر کسان وژل شوي او د نورو د ژغورنې عملیات روان دي
بلوچ بيلتون غوښتونکو د پاکستان پوځ په ځواب کې په یوه خپره شوې اعلاميه کې ویلي چې دوی ټول نيول شوي یرغملان وژلي دي: «دغه جګړه تر اوسه ختمه شوې نه ده، بلکې لا شدیده شوې ده.» خو پاکستاني چارواکو په تېر کې بلوچ بېلتون غوښتونکې ډله د لویو درواغجنو ادعاو پر ویلو تورنه کړې ده.
په بلوچستان ایالت کې چې له افغانستان او ایران سره ګډه پوله لري، له اوږدې مودې راهېسې شورش روان دی. خو د پاکستان د امنيتي مطالعاتو او څېړنې د خپلواک مرکز په حواله دا ایالت له ۲۰۲۳م کال راهېسې د تاوتریخوالي د ډېريدو شاهد دی.