په کلورادو کې بېړنی وضعیت: ځنګله اور اخيستی او انسانان په تېښته دي
د امریکا په کلورادو ایالت کې په یوه ځنګل کې د اورلګیدنې له امله په زرګونو کسان د خپلو کورونو پریښودو ته اړ شوي دي. په سلګونو کورونه سوځېدلي او څو کسان ټپيان شوي دي. هلته بېړنی حالت اعلان شوی دی.
د امریکا په کلورادو ایالت کې په ځنګل او بوټي لرونکو ځایونو کې د اورلګېدنې له امله د لوئیزویل او سوپریور ښارونو له شاوخوا ۳۰ زرو اوسیدونکو څخه غوښتل شوي دي چې خپل کورونه دې پریږدي او امنو ځایونو ته دې ځاونونه ورسوي.
په سوپریور کې د استوګنې په سلګونو کورونه د هغو له ډلې څخه په ساګامور کې ۳۷۰ کورونه سوځیدلي دي. په مجموع کې ۵۸۰ کورونه زیانمن شوي دي.
د بولدر ناحیې د پولیسو مشر جو پله، په وینا، ۷ کسان ټپیان شوي او د خریدارۍ د یوه مرکز ترڅنګ یو هوټل هم تخریب شوی دی. پله وایي په لومړي سر کې د نیم ساعت په فاصله کې دوې اور لګېندنې رامنځته شوې چې یوه یې کنترول شوه او بله یي د ۶ نیم کیلومترو په ساحه کې خپره شوه.
ویل کیږي چې کیدای شي اور لګیدنه د برېښنا مزو د جنګیدو په پایله کې رامنځته شوې وي او په سیمه کې تیزو بادونو چې د اقلیمي تغیراتو په پایله کې د وچکالۍ سبب شوي دي د اور خپریدو ته زمينه مساعده کړې وي.
د ژغورونکې عملې مسئولین وایي چې د بادونو سرعت د اور وژنې پروسې عملي کیدل ستونزمن کړي دي. د کلورادو ایالت پولیسو بیړنی وضعیت اعلان کړی دی.