دريو اروپايي هېوادونو تر ۴۰ ډېر پاکستاني مهاجر اخراج کړي
۱۴۰۳ اسفند ۱۰, جمعهآلمان، اتريش او قبرس په روانه اونۍ کې د يوه ګډ اقدام په ترڅ کې ۴۳ پناه غوښتونکي چې له دغو هېوادونو بايد وتلي وای، په يوه چارتر الوتکه کې پاکستان ته ليږدولي.
د آلمان د بهرنيو چارو وزارت په حواله دې الوتکې د سې شنبې په ماښام له فرانکفورت څخه پرواز کړی او د چهار شنبې په سهار اسلام آباد ته رسېدلې ده.
د اروپايي اتحادیې د بهرنيو پولو د ساتنې ماموريت (فروتنکس) د معلوماتو په حواله درې پاکستاني وګړي له اتريش څخه، لس له قبرس او پاتې نور له آلمان څخه اخراج شوي دي.
د آلمان له اته ایالتونو څخه د پاکستاني مهاجرو اخراج
د ورکړل شويو معلوماتو په حواله دا پاکستاني مهاجر د آلمان له هېسن، زاکسن، راينلند فالڅ، نورد راين ويستفالن، بادن وورتمبيرګ، بريمن او براندنبورګ ایالتونو څخه په آلمان کې پوليسو ته سپارل شوي او بيا اخراج شوي دي.
د امنيتي ادارو د رپوټونو په حواله په دې مهاجرو کې داسې کسان هم شامل ول چې د جنسي تيري، قتل د هڅې، خطرناک فزيکي زيان، له ماشومانو جنسي ناوړه استفاده، غلا او مخدره موادو د قاچاق په څېر جرمونو کې یې لاس درلود. له دوی څخه ځیني په څو ځلي د خطرناکو جرمونو له کبله په جزا محکوم شوي ول.
اړونده موصوع: ليبيا: د کښتۍ ډوبېدو په تازه پېښه کې د يو شمير پاکستانيانو د مړینې رپوټونه ورکول کیږي
په تېر میلادي کال کې له آلمان څخه ۲۰ زره او ۸۴ کسان اخراج شوي او له دې څخه یې ۱۶۹ کسان د الوتکو له لارې پاکستان ته استول شوي دي. زياتره دغه مهاجر د چارتر الوتکو له لارې چې د فرونتکس له خوا تمويل شوي، بيرته خپلو اصلي هېوادونو ته ليږدول شوي دي. په نورو مواردو کې بيا پاکستان ته اخراج د هوايي شرکتونو د پروزاونو له لارې ترسره شوی دی.
د آلمان د مهاجرت او پناه غوښتونکو فدرالي ادارې (بامف) په ۲۰۲۴م کال کې د ۲۹۵۱ پاکستاني وګړو د پناه د غوښتنليک په اړه پريکړه کړې ده. په کابو لس سلنه مواردو کې تقاضا کوونکو د محافظت او يا د اخراج د ممنوعيت سند ترلاسه کړی دی.
د آلمان د کورنيو چارو وزارت په خبره د روان ۲۰۲۵م کال د جنورۍ میاشتې په پای کې په آلمان کې ۳۸۹۵ هغه پاکستاني اتباع موجود ول چې بايد اخراج شي چې له دوی څخه یې ۳۲۳۲ د ډولډونګ يا تحمل سند لري. دا ډول سند هغه خارجيان ترلاسه کوي چې اصولاً باید له آلمانه ووځي خو فوري اخراج یې ممکن نه دی.
اړونده موضوع: طالبانو د مجرمو افغانانو د اخراج په تړاو له آلمان سره د همکارۍ وړانديز کړی
فرونتکس د اخراج ګډ پروازونه برابروي او له غړيو هېوادونو سره په دې برخه کې مرسته کوي. په تېر میلادي کال کې فرونتکس له غړيو هېوادونو سره د ۵۶ زره کسانو په بيرته ليږدولو کې مرسته کړې وه.
د دې آژانس د معلوماتو په حواله له دې کسانو څخه ۶۴ سلنه په داوطلبانه توګه بيرته خپلو هېوادونو ته ستانه شوي دي.
د آلمان د کورنيو چارو وزارت يوه وياند وويل: «حکومت په جدي توګه د اخراج پر تګلارې ټينګار ته دوام ورکوي.» د نوموړي په حواله په جنورۍ مياشت کې له آلمان څخه ۱۷۳۳ کسان اخراج شوي دي چې په دې ترتيب یې شمیر د تېر میلادي کال د همدې میاشتې په پرتله ۴۰ سلنه ډېر شوی دی.