د تورخم تړل کيدل؛ په زرونو لارۍ بندې پاتې دي
۱۴۰۳ اسفند ۹, پنجشنبهد تورخم مهمه لاره د فيبرورۍ مياشتې پر ۲۱ نېټه له افغانستان سره پر پوله باندې د نويو تاسيساتو د جوړولو په تړاو لانجې وروسته د پاکستان له لوري وتړل شوه.
د پاکستان او افغانستان د ګډې تجارتي خونې د مشر ضياء الحق سرحدي، په حواله له هغه وخت راهېسې د پولې دواړو غاړو ته تر ۵۰۰۰ ډېرې لارۍ او نور موټر چې د ميوو او سبزيجاتو په ګډون نور توکي هم انتقالوي، بندې پاتې دي او د سوداګرۍ له پاره د دې مهمې دروازې پرانيستو ته انتظار باسي.
اړونده موضوع: د تورخم لارې د بندېدو له امله په زرګونو لارۍ بندې پاتې دي
تورخم د پاکستان او افغانستان ترمنځ او همدا راز د مرکزي آسيا له هيوادونو سره د تجارت مهم دهلیز دی. سرحدي، پر دواړو هېوادونو غږ وکړ چې خپلې لانجې حل کړي څو په دې توګه دوه اړخیز تجارت فعال او د خلکو تګ راتګ پېل شي.
د خلکو کړاو او له حکومته د لانجې د هوارولو غوښتنې
په تورخم کې د نجیب الله، په نوم يوه موټر چلوونکي چې مجبور دی شپه په خپل موټر کې تیره کړي، وويل: «موږ له پاکستان او افغانستان څخه غوښتنه کوو چې پر موږ رحم وکړي ځکه موږ بې له کوم علته کړيږو.»
د مصطفی خان، په نوم يوه بل موټر چلوونکي وويل چې تمه یې لرله چې جلال آباد ته د سيمنټو د انتقالولو وروسته به بيرته په خيبر پښتونخوا کې پراته ښار پېښور کې خپل کور ته ستون شي، خو وايي «زه له جمعې ورځې راهېسې دلته بند پاتې يم او نه پوهيږم چې نورې څو ورځې به د دې مصيبت زغمولو ته مجبور يم.»
د فرهاد نصرت، په نوم د افغانستان يوه تبعه وويل چې دی له خپلې مور او اولادونو سره بيرته خپل کور ته د ستنېدو په حال کې وو چې د سرحد بندیدو اوس دې ته اړ کړی چې تر شنه آسمان لاندې شپې او ورځې تېرې کړي. ده هم له پاکستاني چارواکو غوښتنه وکړه چې سرحد پرانیزي.
چارواکو وويل چې په سونو پاکستاني وګړي هم د پولې بلې غاړې ته بند پاتې دي.
د پاکستان حکومت تر اوسه په دې تړاو کومه تبصره نه ده کړې خو د تورخم کميسار عبدالجبار حکمت، تائيد کړه چې لاره د پاکستان له خوا تړل شوې ده.
اړونده موضوع: «د تورخم دروازه د بې ویزې ناروغانو پر مخ هم تړل شوې»
نوموړي وويل چې کله پاکستاني چارواکي د سرحد خپلې غاړې ته هر ډول ودانیزې چارې پر مخ وړي «موږ هیڅ نه وايو خو کله چې موږ يو څه کوو نو دوی د تورخم دروازه وتړي.»
پاکستان او افغانستان وخت نا وخته د دواړو هېوادونو ترمنځ پر سرحد چې د ډيورند کرښه هم بلل کیږي، د يو بل له لوري د پوستو د جوړولو د ادعاو له کبله د تورخم لاره تړي. افغانستان دا پوله د يوه رسمي سرحد په توګه په رسميت نه پيژني، په داسې حال کې چې پاکستان د دې کرښې په اوږدو کې د اغزن تار د غځولو چارې کابو بشپړې کړي دي.
د تورخم پاټک د پاکستان د شمال لویدیځ خيبر پښتونخوا ايالت پر څنډه پروت دی چېرې چې پاکستاني طالبان وخت نا وخته پر امنيتي ځواکونو بريدونه کوي.
په افغانستان کې واک ته د طالبانو تر رسېدو راهېسې د پاکستاني طالبانو چې «تحريک طالبان پاکستان» او «ټي ټي پي» هم بلل کيږي، خپلو بريدونو ته زور ورکړی دی او دې څه د کابل او اسلام آباد ترمنځ اړيکي خړې پړې کړي دي.