استانبول: د «اسلام پیغمبر» پر ادعا شوي کاریکاتور اخ او ډب
۱۴۰۴ تیر ۱۰, سهشنبهد فرانسې خبري آژانس یو خبریال وايي چې جنجال وروسته له هغې رامنځ ته شو چې د استانبول لوی څارنوال په دې دلیل د «لي من» مجلې د ايډېټرانو د نیولو حکم وکړ چې د اسلام د پيغمبر حضرت محمد یو کاریکاتور ېې رسم کړی. څارنوالۍ دغه عمل «ديني ارزښتونو ته ښکاره سپکاوی» بللی دی.
د لوی څارنوال دفتر ویلي دي: «د لوی څارنوال دفتر د ۲۰۲۵م کال د جون مياشتي پر ۲۶مه د لي من مجلې له خوا د یوه کارتون خپرولو پر موضوع چې ديني ارزښتونو ته ښکاره سپکاوی دی، تحقیقات پیل کړي او په نشر کې ېې د ښکیلو کسانو د نیولو امر کړی دی.»
ورته نور ولولۍ: سويډن: هغه کس چې قرآن کريم ېې سوځولی وو په ډزو وژل شوی
پر ټولنیزو رسنیو د کارتون یو تور او سپين کاپی خپور شوی چې دوه کسان پکې د یو بمباري شوي ښار په آسمان کې په معلق حالت کې ښول کیږي.
د انځور یو کریکټر چې لاس ښوروي وروسره لیکل شوي، «اسلام علیکم، زه محمد یم.» بل کریکټر سره لیکل شوي چې په ځواب کې ورته وايي، «وعلیکم سلام، زه موسی یم.»
لي من یوه طنزي مجله ده چې په ۱۹۹۱ کې تاسیس شوې چې د رپوټ پر اساس، د ترکیې په استانبول ښار کې هم یو دفتر لري.
د لي من مجلې مشر (Tuncay Akgun) له پاریسه پر ټيلفون یاد آژانس ته ويلي چې انځور غلط تعبیر شوی او هغه « [د اسلام] د پیغمبر محمد کاريکاتور» نه دی.
ورته نور ولولۍ: په ډنمارک کي د عراق سفارت مخې ته قران کریم ته اور اچول شوی
هغه زیاته کړه چې «په دغه هنري اثر کې د یو مسلمان کس چې د اسرائيل په بمبارۍ کې وژل شوی د محمد په تخیلي نوم ښودل شوی.» اکګونګ زیاته کړې چې «په اسلامۍ نړۍ کې له ۲۰۰ میلیونو ډېر خلک د محمد په نوم دي» او په دغه انځور کې «له پیغمبر محمد سره په تړاو هېڅ نشته.»
هغه دا هم ویلي چې پر مجلې حملې ده ته «سخت ټکان ورکړی، اما ډېره حېراونکې خبره نه ده.» اکګونګ وویل چې هغوی «به هېڅکله داسې یو خطری کار ونه کړي.»
اکګونګ زیاته کړې: «دلته یوه لوبه موجوده ده، څرنګه چې موږ دا ډول يو څه مخکې هم کړي. دا یو سیستماتیک لمسون او برید دی.»
په استانبول کې د فرانسې خبري آژانس لیکي چې د کاریکاتور خپرول په دغه ښار کې د یو شمېر خلکو غوصه راپارولې چې پولیس هم پکې ښکیل شوي دي. د دوشنبې په ورځ په لسونو قهریدلي کسان د دغه ښار پر یو بار یورش وړی چې تر ډېره د لي من مجلې کارمندان ورځي. سرچينه لیکي چې د ۲۵۰ تر ۳۰۰ خلک راټول شوي ول چې دعوا ېې په چټکۍ په اخ او ډب او تاوتریخوالي واوښته. زیاته شوې چې قهریدلي خلک له پولیسو سره لاس او ګریوان شول چې پولیسو پکې له ربړي ګولیو او اوښکې بهوونکو ګازو کار اخیستی دی.
ورته نور ولولۍ: د اسلامي همکاريو سازمان د قرانکریم سوځولو ضد اقداماتو غوښتنه کړې
د ترکیې د کورنیو چارو وزیر علي یرلیکایا، د پېښې په تړاو پر اکس شبکه څو پُستونه خپاره کړې او وېلي ېې دي چې پولیسو هغه کارتونیست چې د «دغې ناوړه نقاشۍ» مسئول دی، د مجلې ګرافیک ډیزاینر او دوه نور کارمندان نیولي دي.
د حکومت د مطبوعاتو د څانګې مشر فخرالدین آلتین، ویلي دي چې پولیسو د استانبول په استقلال واټ کې د لي من مجلې دفتر نیولی او د مجلې د ګڼو نورو اجرائیوی مسئولانو د نیولو امر صادر شوی دی.
د استانبول والي داود ګل، هم چوپه خوله نه دی پاته شوی. هغه ويلي چي د دوی پر ديني ارزښتونو حملې سره دا ډول کړنه د هغوی ټولنه پاروي. والي په دې هکله خبرداری ورکړی او ويلي ېې دي: «موږ به د هر ډول ناوړه کړنو پر وړاندې چې زموږ د ولس عقیدوي ارزښتونه په نخښه کوي، غلي پاته نه شو.»
ورته نور ولولۍ: سویډن: قرآن پاک ته په سپکاوي تورن کس د کرکې خپرولو له کبله مجرم پيژندل شوی