له ژورنالیستانو د جنسي تیري د رپوټونو نه خپرولو غوښتنه
۱۳۹۹ دی ۱۷, چهارشنبهد آلمان د کاتولیکي کلیساو مسؤلین پر ماشومانو د جنسي تیري په اړه د یوه رپوټ د خپریدو له امله ډیر پریشانه دي. دوی په همدې موضوع د نظرونو د تبادلې له پاره د سه شنبې په ورځ(د جنورۍ میاشت ۵ نیټه) د آلمان په کولن ښار کې د معلوماتو وړاندې کولو یوه غونډه رابللې وه، خو ژورنالیستان د اعتراض په توګه له دې غونډې ووتل.
د کولن ښار لوی اُسقف یو مطبوعاتي کانفرانس را بللی وو، څو د ماشومانو د جنسي زورونې په اړه د یوه رپوټ په هکله چې تر اوسه پورې خپور شوی نه دی بحث وکړي. د کلیسا مسؤلینو په ځانګړي توګه غوښتل چې د دغه رپوټ د څرنګوالي په اړه وضاحت ورکړي.
د کولن لوی اسقف رینیئر ماریا ولکي، په حواله د دې علت دا وو چې د ماشومانو د جنسي زورونې په اړه رپوټ چې په کوم شکل اوس ترتیب شوی دی په دې شکل باید خلکو ته وړاندې نه شي.
د کلیسا استازو ویلي چې هغوی غواړي ژورنالیستانو ته د اصل رپوټ پر ځای د هغې تغیر شوی شکل وړاندې کړي. د دې له پاره یي له ژورنالیستانو د دې ژمنې غوښتنه کړې وه چې د دغو جرایمو تفصیلات، د دغو زیاتیو عاملین او په هغه کې د کلیساو د مسؤلینو د ښکیلتیا په اړه ټول معلومات محرم وساتي.
دا هم ولولئ:
په ۲۰۱۸م کال کې د آلمان د کلیساګانو ۴۳۰ زره غړو خپل غړيتوب پرې ايښی
د محرمیت موافتنامه کې لیکل شوي ول «ژورنالیسستان د دغو ټولو معلوماتو په اړه د خاموشه پاتې کیدو ژمنه کوي.» خو د دغه مطبوعاتي کنفرانس له پاره چې کوم ۸ تنه ژورنالیستان ور بلل شوي ول، هغوي ټولو د دې موافقتنامې له لاسلیک کولو څخه انکار وکړ او مطبوعاتي کنفرانس یې ترک کړ.
خو ولی د دغه رپوټ خپرول ځنډول شوي دي؟
کاردینال ولکي دوه کاله مخکې پر ماشومانو د جنسي تیري د رپوټ شوو پيښو په اړه په آزاد او هر اړخیز ډول د پلټنو ژمنه کړې وه، خو تیرکال په اکتوبر میاشت کې اغیزمنو شویو کسانو ته وویل شول چې په دې ارتباط ورکړل شوی رپوټ په قانوني ډول دومره قوي نه دی او غیر عادي تعصبات پکې موجود دي.
تمه کیږي چې په دې ارتباط رپوټ به د روان کال په مارچ میاشت کې خپور شي. خو په دې ارتباط د نوي رپوټ تر دویم ځلي ترتیبولو پورې د دې پر ځنډولو لا پخوا هم په آلمان کې نیوکې شوي دي. کوم قانوني فوروم چې دا رپوټ یې چمتو کړی دی هغې هم پر ځنډیدو نیوکه کړې ده.
پخپله لوی اُسقف ولکي، هم د جنسي ناوړه استفادې د تورونو په اړه د واتیکان د خبرولو په برخه کې د ناکامۍ له تورونو سره مخامخ دی.
آژانسونه: ش.ن/ ن.ز